د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانان د سولې پروسې مشرۍ او مالکیت ته پوره چمتو دي


Switzerland UN Afghanistan
Switzerland UN Afghanistan

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د عدم انسلاک یا ، د ناپییلتوب غورځنګ د غړو هیوادونو د مشرانو د اتلسمې غونډې د پرانيستې په مراسمو کې وویل افغانان د سولې د بهیر د مشرۍ اخیستلو ته چمتو دي.

ښاغلي غني نن د جمعې په ورځ د اکتوبر په ٢٥ (لړم ٣) د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د ناپییلو هیوادونو په غونډه کې وویل چې ”د سولې ټینګښت زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، موږ افغانستان او سیمې ته د سولې راوستلو ته ژمن یو”.

د ولسمشر غني په وینا په افغانستان کې ولسواکي د پرمختګ په حال کې ده, تیر کال دوی د ولسي جرګې ټاکنې په بریالي توګه ترسره کړې او همدا شان تیره میاشت د جمهوري ریاست ټاکنې هم په شفاف ډول وشوې چې په وینا یې په راتلونکو څو ورځو کې به یې پایلې اعلان شي.

ښاغلي غني وویل ”ټولو بدلونو ته په کتو، افغانان چمتو دي چې د سولې د بهیر مشري او مالکیت واخلي او افغانستان به د نړیوالو شریکانو په همکاري د سولې بهیر پرمخ یوسي چې د تل پاتې سولې لامل شي”.

خو ښاغلي غني د طالبانو سره د سولې په اړه وویل چې ”له بده مرغه طالبان چې د پناه ځاى (لرلو)، مخدره موادو او نړيوالو تروريستي ارتباطاتو (په خاطر) يې فعاليتونه ممکن شوي، د بېګناه ملکيانو په وړاندې پراخې حملې کوي. د ويجاړۍ په نيت د تاوتريخوالي او ويجاړیو پر زياتولو يې تمرکز کړى دى.“

د ښاغلي غني په وینا که طالبانو او ملاتړو یې د دوی د سولې وړاندیز منلی وای، اوس به په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو شمیر کم شوی وای.

ښاغلی غني وویل افغانستان د سیمې او نړۍ د نیابتي جګړو، او نابلل شویو عناصرو کوربه ندی او افغانان ددې حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.

د عدم انسلاک یا ناپیليې غورځنګ د غړو هیوادونو د مشران اتلسمه غونډه
د عدم انسلاک یا ناپیليې غورځنګ د غړو هیوادونو د مشران اتلسمه غونډه

د آزربایجان په باکو کې د عدم انسلاک په اتلسمه غونډه کې د نړۍ ۱۶۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و، دا ځل ددغې غونډې د مشري د آزربایجان په غاړه وه.

XS
SM
MD
LG