د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: طالبانو سره د سولې مذکراتو نوی پړاو پیلوو


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو نوی پړاو د جون په ۲۹ نیټه پیلوي.

په تازه ټویټ کې خلیلزاد لیکلي چې د مذاکراتو نوی پړاو به د جون په ۲۹ نیټه پیل شي.

ښاغلی خلیلزاد وايي "افغانستان او قطر ته د وروستیو سفرونو پر اساس زه په دې باور یم چې ټولې خواوې غواړي چې د سولې په برخه کې چټک پرمختګ وشي."

دا به اتم ځل وي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې مذاکرات کوي.

تر دې مخکې خلیلزاد ویلي وو چې د سولې موافقه به څلور جامع برخې ولري چې پکې د ترهگرۍ د مخنیوي باورتیا، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هر اړخیز او تلپاتی اوربند موافقه شامله ده.

که څه هم د سولې د تر شویو مذاکراتو په هکله بیلابیل نظرونه شته، خو خلیلزاد ویلي تر هغې چې په پورتنیو مسلو موافقه شوې نه وي، په هیڅ شي موافقه نه کیږي.

په قطر کې د سولې د مذاکراتو نوی پړاو په داسې وخت کې پیلیدونکی دی چې د شنبې په ورځ ( جون ۲۲) په پاکستان کې د یو شمیر افغان سیاستوالو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، عبدالطیف پدرام، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د نوموړي استازو ګډون کړی دی.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ویلي چې د وخت د کموالي له امله په دغه غونډه کې ګډون و نه شو کړای، د طالبانو استازي هم نه دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

XS
SM
MD
LG