د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان د سولې د خبرو کوربه‌توب ته لیوالتیا ښودلې


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د آسانتیاو رامنځته کولو او د دغې پروسې کوربه‌توب ته لیوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او په کابل کې د چین سفیر لیو جینګ سانګ د چهارشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۲م) د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، له تروریزم سره مبارزه او د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د دغې شورا ویاند طارق آرین امریکا غږ – آشنا ته وویل: "چین ډاډ ورکړی، چې دوی لیواله دي، ترڅو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د خبرو په برخه کې آسانتیاوې راولي او کوربه‌توب یې وکړي".

له دې وړاندې جرمني هم د افغانستان د سولې د خبرو کوربه‌توب ته چمتوالی ښودلی وو.

ښاغلي آرین وویل، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي پوتزل مارکیس سره تیره ورځ په کابل کې لیدلي دي.

د ښاغلي آرین پر وینا، دواړو خواو د افغانستان د سولې پروسې او روان امنیتي وضعیت په تړاو تفصیلي خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې د مذاکراتو د کوربه‌توب په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې وسله‌والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتوالی نه دی ښودلی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی آستازی زلمی خلیلزاد، افغانستان او د سیمې هیوادونو ته د خپل اتم سفر پر مهال، په کابل کې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر پیل ټينګار کړی دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد د دغه سفر پر مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG