د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې پوليسو يوشمېر بلوڅ احتجاج کوونکي نيولي


د بلوڅ پيوستون کمېټې ویلي چې د سيند ايالتي پوليسو د کمېټې پر مرستيال منتظم لالا عبدالوهاب بلوڅ او پنځو ملګرو سره د زور زیاتي څخه کار اخیستی او هغوی يې نیولي دي.
د بلوڅ پيوستون کمېټې ویلي چې د سيند ايالتي پوليسو د کمېټې پر مرستيال منتظم لالا عبدالوهاب بلوڅ او پنځو ملګرو سره د زور زیاتي څخه کار اخیستی او هغوی يې نیولي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) د مطبوعاتي کلب مخې ته د جبري لادرکيو خلاف د بلوڅ پيوستون کمېټې د احتجاج پر مهال پوليسو د دغې کمېټې يوشمېر غړي نيولي دي.

د بلوڅ پيوستون کمېټې مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) پر اېکس ټولنيزې شبکې ليکلي دي چې د سيند ايالتي پوليسو د کمېټې پر مرستيال منتظم لالا عبدالوهاب بلوڅ او پنځو ملګرو تشدد وکړ او هغوی يې بې له څه ډول قضيې ونيول، خو نوموړي تور پورې کړ چې اوس هغوی ورک دي او له تاڼې نامعلوم ځای ته وړل شوي دي

ډاکټر ماهرنګ زياته کړه: "يو ځل بيا د پاکستان استخباراتي ادارو، د سيند پوليسو او د پاکستان پيپلز ګوند حکومت په کراچۍ کې د بلوڅ پیوستون کمیټې پر مرستیال منتظم لا لا عبدالوهاب بلوڅ او نورو مظاهره چیانو تشدد کړی چې دا ډول د بلوڅ پیوستون کمیټې تر انتظام لاندې د جبري لا درکیو پر ضد راوتلې سوله ییزه مظاهره وڅپي".

نوموړې پرمخ ليکلي، دا کړنه د بیان د ازادۍ پر وړاندې د استبدادي نظام تر ټولو ناوړه بڼه څرګندوي. "په داسې حال کې چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه غږونه په منظم ډول خاموشه کړل شوي دي، په دې وروستیو اونیو کې په لسګونه بلوڅان، په ځانګړې توګه ځوان محصلین په جبري ډول لاردکه کړل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه باید پر مدني ازادیو دغه ظالمانه برید له پامه ونه غورځوي."

د کراچۍ پوليسو يو افسر سجاد علي رسنيو ته ويلي چې بلوڅ پيوستون کمېټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د احتجاج لپاره د سيند له ايالتي حکومته اجازه نه وه اخيستې. پوليسو منلې هغوی د بلوڅ پيوستون کمېټې پنځه غړي نيولي دي.

د بلوڅ پيوستون کمېټې مرستيال منتظم عبدالوهاب بلوڅ د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) تر نیولو وړاندې رسنيو ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو يوازې په کراچۍ تر ۲۰ زيات بلوڅ ځوانان نيولي دي. نوموړي زياته کړه چې د دې ترڅنګ د ترهګرۍ ضد پوليسو په بلوچستان کې هم تر ۲۵ زيات کسان په يوه اونۍ کې نيولي دي چې زياتره يې زده کوونکي دي.

د بلوڅ پيوستون کمېټې مشران وايي چې د پاکستان امنيتي ادارو په کراچۍ کې پر چينايانو تر بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو او زده کوونکو د نيولو لړۍ پيل کړې ده، چې دوی يې پر ضد، د کراچۍ ترڅنګ د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې هم د احتجاجونو لړۍ پيل کړې ده.

تر اوسه پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د سيند ايالت د کورنيو چارو ایالتي وزير ضيا الحسن لنجار د اکتوبر پر ۱۷ (تلې ۲۶) له پاکستانيو رسنيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې د ترهګرۍ ضد پوليس د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه د چينايانو پر قافله باندې بريد کوونکو ته ډېر نېږدې شوي دي، خو نوموړي په دې اړه نور معلومات شريک نه کړل.

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر شپږمه (تلې ۱۵) شپې مهال د کراچۍ د هوايي ډګر دباندې د چينايانو پر يوې قافلې په ځانمرګی بريد کې د دوو چينايي انجينرانو په ګډون درې کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ ليبرېشن ارمي (بي اېل اې) د دې بريد مسوليت منلی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG