پاکستان د افغانستان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه ساتي.
پاکستاني چارواکو د دې کار دلیل د ښاغلي محب هغه "تندې" څرګندونې بللې چې هغه څه موده وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د پاکستان په هکله کړې وې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پخپلو څرګندونو کې پاکستان "کمچنۍ خانه" بللې وه. پاکستان د محب دا څرګندونې غندلي او هغه یېد دولتونو تر منځ "ټولو اړیکو د اصولو خلاف" وبللې.
د پاکستان د حکومت یو جګپوړی چارواکی چې د موضوع په هکله معلومات لري،امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار، حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان ته د "ژورې ناراضایۍ"پیغام رسولی.
دغه چارواکي وویل چې کابل ته د اسلام آباد لخوا خبر ورکړل شوی چې تر دې وروسته د ښاغلي محب سره دوه اړخیزې موافقې ونشي. دې چارواکي زیاته کړې چې افغانستان ته دا خبر هم ورکړل شوی چې " افغانستان د پاکستان سره د ګډ کار کولو لپاره جدي ندی، بلکې د پاکستان سره د ملامتۍ لوبه کوي او د دې هیواد ریښتینې هڅې کمزورې کوي. "
څو دپلوماتیکي سرچینو امریکا غږ ته دا هم تائید کړې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوا کابل ته پخپل سفر کې دا موضوع د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره هم شریکه کړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تر اوسه د پاکستان د څرګندونو په هکله څه ندي ویلي. خو د افغانستان مشران تل په پاکستان تور لګوي چې د طالبانو د خونړۍ مبارزې تر شا د همدې هیواد لاس دی.