د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې اروپايي ټولنې ماموریت: د نجونو تعلیم یو ملت په اقتصادي توګه په ځان بسیا کوي


پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او د افغان نجونو د روباتیک ټیم اکثره غړي هم له هیواد څخه بهر ته تللي دي.
پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او د افغان نجونو د روباتیک ټیم اکثره غړي هم له هیواد څخه بهر ته تللي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت دفتراو افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د ساینس نړیوالې ورځې د رسیدلو په مناسبت په جلا پیغامونو کې د افغان ښخینه او نارینه ساینسپوهانو د هڅو ملا تړلی دی.

د نومبر لسم د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کې د ساینس نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. سږکال دا ورځ ساینس د سولې او پرمختګ لپاره ترعنوان لاندې نمانځل کیږي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ماموریت د نومبر په ۱۱ ( لړم ۲۰) د ایکس په پاڼه ددې ورځې په مناسبت لیکلي چې د نجونو روزنه د یو خپلواک ملت لپاره د اقتصادي هوساینې او ځان بساینې سبب ګرځي.

دغه دفتر لیکلي: " راځئ چې د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس د قوت د مهارولو په خاطر په ګډه کار وکړو."

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ماموریت د بشري مرستو د ادارې یو پیغام هم خپور کړی چې په کې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو ته په برابرډول د زده کړو د امکاناتود برابرولو په اړتیا ټینګار شوی دی.

په دې پیغام کې ویل شوي چې اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" په ملتیا حتی په بیړنیو حالاتو کې افغان ماشومانو ته د روزنې د خوندي چاپیریال په ګډون درسي مواد او ښوونکو ته د روزنې امکانات برابروي.

په عین وخت کې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت چې د قطر په پایتخت دوحه کې فعالیت کوي هم د دغې ورځې په مناسبت د یکشنبې په ورځ نومبر لسم ( لړم ۱۹) د ایکس په پاڼه لیکلي چې دا سفارت د افغانستان د روښانه راتلوونکې د بڼې د بدلولو لپاره د ساینس اوافغان ساینس پوهانو قوت نمانځي.

دغه سفارت ویلي: " د ګواښونو سره سره د ښځو په ګډون افغان ساینس پوهان، مختریعین او زده کوونکي د روغتیا، پوهنې او انکشاف په برخو کې پرمختګ ته دوام ورکوي. راځئ چې د هغوی له کار څخه ملاتړ وکړ. ساینس د سولې او هوساینې کیلي ده".

اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو د برابرو امکاناتو د برابرولو په اړتیا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منځنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

د پاملرنې نړیواله موسسه (Care International) تیرکال په یو راپور کې په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو له عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښځوونځیو بهر دي ۸۰ فیصدو یا ۲.۵ میلیونو نجونو ته رسیږي. دغې موسسې ښوونځیو ته د نجونو او پیغلو پر زده کړو بندیز اقتصادي زیان افغانستان لپاره ۵.۴ ملیارده ډالرښودلی دی.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو پر زده کړو دا بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.

ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو او تعلیم مسله د افغانستان کورنۍ مسله ده او دوی هڅه کوي چې دغې مسلې ته په کور دننه د حل لار ولټوي.

خو د بشري حقونو ځینو نړیوالو سازمانونو اندیښنه ښودلې چې طالبان اصلآ د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیلیدو لپاره هیڅ اراده نلري.

دغو سازمانونو د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا ډول کړنې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د بڼې په توګه یادې کړي دي او د طالبانو څخه یې د ښځو د ځپلو د پالیسو د لغوه کیدو غوښتنې کړي دي.

خو طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG