د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د داسې ناروغیو له کبله مري چې علاج یې شته


اروپايي ټولنې استازولۍ تیره میاشت وویل چې اوس مهال افغانستان کې یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري.
اروپايي ټولنې استازولۍ تیره میاشت وویل چې اوس مهال افغانستان کې یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په میندوارۍ او زېږون کې د داسې ناروغیو له کبله مري، چې علاج یې شته او مخ یې نیول کېدای شي.

د اسیا او پاسفیک حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي: " په هرو دوو ساعتونو کې یوه مورد امیدوارۍ او زیږون پر مهال د علاج وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم کمزوري تشکیلات او مثلي تولیدي روغتیايي خدمتونو ته د میندو محدود لاس رسی په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې د میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کوي."

په دې راپور کې ویل شوي: "په تیرو دریو کلنو کې د اقتصادي بې ثباتۍ، د ښځو په کار او زده کړو د محدودیتونو، د جبري ستنیدلو بهیر او پراخه بې ځایه کیدو له امله دا بحران لا ژور شوی دی".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د بیړني غبرګون د پروګرام له لارې هره میاشت یو میلیون وګړو ته خدمتونه برابروي.

په دغه راپور کې د اسیا او پاسفیک د حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق رئیس پایو سمیت د بلخ ولایت ته سفر یادونه شوې او د هغه له قوله ویل شوي دي: " زما د وروستي سفر څخه یو کال تیریږي او دا بحران یو د هغو څخه دی چې مونږ نشو کولای - او به یې نشو کړای - چې له یاده یې وباسو. افغان میرمنې او نجونې روحي ناروغیو سره مخ دي او د محدودیتونو او د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو ددغه اوږد بحران پر وړاندې مبارزه کوي. هغوی یو ښه راتلوونکې مستحقې دي او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې هغو روغتیايي خدمتونو ته چې ورته اړتیا لري د هغوی ترڅنګ ولاړدی دلته دی".

دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونشي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په خپل دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان د وګړو ۶۳ فیصده د ۲۵ کلنو څخه کم عمر لري او په دغه هیواد کې ځوانان ددغې ادارې پروګرامونو سره همکاري لري او دا اداره هم د خپل بیړني غبرګون د پروګرام له لارې هغوی ته خدمتونه برابروي او د ځواکمنیدو لپاره یې کارکوي.

رئیس پایو سمیت ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې ۶۶۰ زره ځوانانو سره چې ۸۰ فیصده یې نجونې وې د ځوانانو د لاس نیونې د پروګرامونو له لارې چې روغتیا او د مهارتونو د ودې پروګرامونو په ګډون د بدلیل معیشت د پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي دي. ددغې ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې د اقلیم بدلون اغیزو هم بیړنیو مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې ده او موسمي پیښو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس رسي باندې اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې ددغو ستونزو د هوارولو لپاره دا اداره د افغانستان په اتو حوزو کې د ژوند د ژغورنې حیاتي توکي ځاي پر ځاي کوي، چې سیلابونو، ژمي موسم او نورو بحرانو له امله ځپل شویو اړمنو میندو ته په بیړني ډول روغتیايي خدمتونه برابر کړای شي . دغې ادارې ویلي چې د ملګرو ملتونو د نورو ادارو سره ګډ کارکوي ترڅو پر خلکو د اقلیم د بدلون اغیزې کمي کړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې که چیرې اضافي بودیجه ترلاسه کړي به وکړای شي چې د ښځو او ځوانو میندو د ژوند د ژغورلو په برخه کې هغوی ته خدمتونه وړاندې کړي.

د اسیا او پاسفیک د حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق رئیس پایو سمیت ویلي چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام ته اړتیا لري، چې ددغسې ملاتړ پرته به د میلیونونو کسانو ژوند د ستر ګواښ سره مخ شي. دغې ادارې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغان میرمنو او نجونو سره دې خپل پیوستون ته دوام ورکړي او په دغه هیواد کې مرستو ته د ډیرو زیاتو اړمنو کسانو د ستونزو د کمولو لپاره دې ګډ اقدامات وکړي.

ددې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې ننګونو او ګواښونو ته په کتنې ویلي وو چې روان ۲۰۲۴ کال به د افغانستان روغتیايي سیستم پر وړاندې د ډیرو ننګونو ډک کال اوسي.

دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان د روغتونونو په ګډون ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د کمښت سره مخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل پر اساس دا سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ ۲۹۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د اکتوبر۲۴ (لړم درېیم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې اوس مهال په دغه هیواد کې یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري.

اروپايي ټولنې په دغه خبرپاڼه کې د افغانستان د روغتیا سکټور سره د څه باندې ۳۰ میلیونو یورو د مرستې د اعلان پر مهال د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت ته په کتنې ویلي چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اروپايي ټولنې ویلي: "افغانستان کې د نړۍ په پرتله د ميندو، ماشوم او نوي زيږون د مړينې کچه تر ټولو لوړه ده. د اميدوارۍ او زيږون پورې اړوند د مخنيوي وړ اختلاطاتو له امله په هرو دوه ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي. ۲۵ فیصده افغانان په سختو سيمو کې چي لاسرسۍ ورته ستونزمن دی ژوند کوي".

همداشان دغې ټولنې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې سربيره پردې، افغانان د غير ساري ناروغيو له مخ په زياتيدونکي کړاونو سره هم مخ دي، چې د ټولو مړينو نږدې پنځوس فیصده جوړوي، چې نيمايي يې ميرمنې دي.

دغې ټولنې ویلي چې دا پیسې به په افغانستان کې د روړغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو ایج او) او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لارې په مصرف ورسول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG