د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغانستان کې هردوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي


اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري
اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۲۴ (لړم درېیم) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ددغه هیواد سره د څه باندې ۳۰ میلیونو یورو د مرستې د اعلان پر مهال د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت ته په کتنې ویلي چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه میرمن د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري.

اروپايي ټولنې ویلي: "افغانستان کې د نړۍ په پرتله د ميندو، ماشوم او نوي زيږون د مړينې کچه تر ټولو لوړه ده. د اميدوارۍ او زيږون پورې اړوند د مخنيوي وړ اختلاطاتو له امله په هرو دوه ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي. ۲۵ فیصده افغانان په سختو سيمو کې چي لاسرسۍ ورته ستونزمن دی ژوند کوي".

همداشان دغې ټولنې په دې خبرپاڼه کې ویلي چې سربيره پردې، افغانان د غير ساري ناروغيو له مخ په زياتيدونکي کړاونو سره هم مخ دي، چې د ټولو مړينو نږدې پنځوس فیصده جوړوي، چې نيمايي يې ميرمنې دي.

اروپايي ټولنې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې په لوړیدو باندې دا اندیښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستو کې د پام وړ کمی راغلی دی، چې ددغه هیواد روغتیایي سیستم د ډیرو ستونزو سره مخ کړی دی.

که څه هم په تیرو دوو کلنو کې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا دغه هیواد سره د روغتیا د سکټور په ګډون بشري مرستې پیل کړي، خو لا هم دغه سکټور د زیاتو ننګونو سره مخ دی.

دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې په هرو ۱۰۰ زرو زیږنو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونشي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

د افغانستان روغتیا سکټور ته مالي ملاتړ برابرول

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې ټاکل شوې دا ټولنه ددغه هیواد د روغتیايي وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت د ښه کیدو لپاره د ملګرو ملتونو دوو ادارو سره د ۳۱.۴ میلیونو یورو چې د ۳۳ میلیونو او ۵۰۰ زرو دالرو سره برابرې دي مرسته کوي.

اروپايي ټولنې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغو پیسو۱۶ میلیونه یورو به په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) ته او ۱۵ میلیونه یورو به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ته ورکړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې د پیسو ددغې مرستې یوه برخه د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې، به په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او هغو کسانو لپاره چې په محرومو سيمو کې ژوند کوي او د پام وړ ننګونو سره مخ دی په مصرف ورسیږي.

اروپايي ټولنې ویلي: "دا ننګونې، د محدودو مالي سرچينو او د روزل شويو روغتيايي متخصصينو د کمښت سره يوځای، د افغانستان نازک روغتيايي سيستم باندې اضافي فشار راوړي، چې په پايله کې د خدماتو شتون او کيفيت اغيزمن کوي."

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ شارژدافیرې ویرونیکا باسکوویچ پوهر ویلي: "د اروپايي ټولنې مالي ملاتړ، د روغتيا نړيوال سازمان او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مسلکي مهارتونو سره يوځای دا ډاډ ترلاسه کوي ترڅو روغتيايي خدمتونه هغو کسانو ته ورسوي چې ورته اړتيا لري، او هغو کې مهمې برخې لکه د اميدوارۍ روغتيا، د مور او ماشوم پاملرنه، او د اوږدمهاله ناروغيو سره مبارزه لومړيتوب لري. موږ باور لرو چې د اعتماد، روڼتيا او ټول شموليت پر بنسټ، د دوامداره همکارۍ سره، په ګډه کولای شو چې د افغانستان د ډيرو زيان منونکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په روغتيا او هوساينې کې دوامداره اغيزه ولرو."

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې ننګونو او ګواښونو ته په کتنې ویلي چې روان ۲۰۲۴ کال د افغانستان روغتیايي سیستم پر وړاندې د ډیرو ننګونو ډک کال اوسي.

د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق چارواکو د دغې ټولنې د نوو مرستو څخه مننه کړې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ویلي چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو ته ددې توان ورکړي چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سرطان د ناروغۍ په ګډون د غیر ساري ناروغیو په برخه کې کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي کچه پورته یوسي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ایدوین سینزا سلوادور په دې اړه ویلي: "د اروپايي ټولنې د نوې مرستې سره، د روغتيا نړيوال سازمان به وکولای شي د افغانستان په ۷ ولايتونو کې د سرطان په ګډون د غير ساري ناروغيو لپاره د لوړ کيفيت روغيتايې پاملرنې ته لاسرسي زيات کړي. ټول شموله برابر روغتيايي خدماتو ته په لومړيتوب ورکولو سره، موږ ژمن يو چې ډاډ ترلاسه کړو تر څو سړي او ښځې دواړه، په ځانګړې توګه په لرې پرتو او وروسته پاتو سيمو کې، د غوره روغتيا پايلو لپاره، اړينې پاملرنې ترلاسه کوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي کوابينا آسانتي انتيامو هم ویلي چې هيله مند دی چې په دغه مرسته شویو پیسو به د سيمه ییزو او نړيوالو شريکانو سره په ګډه کار وکړي ترڅو د هيواد نيم ميليون وګړو ته خدمتونه وړاندي کړي، چې ډيرۍ يې ښځې او نجونې دي.

دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان د روغتونونو په ګډون ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د کمښت سره مخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل پر اساس دا سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ ۲۹۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG