شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د کوریا ټاپو سره نږدې د متحده ایالاتو د یوې الوتکې وړونکې کښتۍ بیا ځای پر ځای کیدل د سیمې د امنیت په امنیت د پام وړ ستر منفي اغیز لري او هم یې د خپلو توغندیو د تازه آزمایښتونو دفاع کړې.
د شمالي کوریا د دفاع وزارت شنبه اکټوبر ۸ (تلې۱۶) دا اعلامیه یوه ورځ وروسته تر هغه خپره کړه چې د متحده ایالاتو د (USS Ronald Regan) الوتکې وړونکې کښتۍ چې په اتومي بریښنا سمباله ده د جنوبي کوریا د جنګي کښتیو سره په ګډه د کوریا د ټاپو په ختیځې برخې کې د بحري ځواکونو تمرینونه وکړل.
د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو دا کښتۍ د جنګي عملې سره یو ځای د شمالي کوریا د هغه قوي توغندي د آزمایښت څخه وروسته دې اوبو ته ستنه شوه چې په جاپان کې چارواکو وویل د دې هیواد د پاسه تیر شو.
شمالي کوریا تیره اوونۍ دا توغندی وازمایه او دا یې ویلي و چې د جاپان، جنوبي کوریا او متحده ایالاتو د ګډو بحري ځواکونو د تمریناتو په غبرګون کې یې دا توغندی آزمایلی.
د شمالي کوریا د دفاع وزارت یو استازي چې خپل هویت یې ندی څرګند کړی دولتي مطبوعاتو ته ویلي چې د دې هیواد وسله وال ځواکونه په جدي توګه اوسني شرایط چې د "ډیر اندیښمن کوونکي" دي، څاري.
د شمالي کوریا د دفاع وزارت دې چارواکي همدرانګه د متحده ایالاتو د دې کښتۍ بیرته راتګ پیونګ یانګ ته یو ډول نظامي ګواښ وباله او تر څنګ یې دا هم وویل چې د شمالي کوریا د توغندیو آزمایښت د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو د ګډو "پاروونکو او ګواښونکو نظامي تمریناتو په غبرګون کې شوي".
شمالي کوریا د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ګډ نظامي تمرینات پدې هیواد د یرغل لپاره د تیاري په نظر ګوري او په ځانګړې توګه هغه وخت لا حساسه کیږي چې پدې تمریناتو کې د امریکا ستراتیژیکې وسایل لکه الوتکې وړونکې کښتۍ برخه ولري.
شمالي کوریا دا ادعا هم کوي چې باید د اتومي وسلو پروګرام پر مخ یوسي تر څو د متحده ایالاتو لخوا د اتومي وسلو ګواښ ته ځواب وویلی شي.
خو د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو چارواکو په کراتو ویلي چې په شمالي کوریا د برید کولو هیڅ نیت نلري.
شمالي کوریا یوازې پدې تیرو دوو اوونیو کې د سمندر په لور ۱۰ بالاستیک توغندي وار کړي او تازه توغندی یې چې د جاپان د پاسه تیر شو، د اتومي وسلو د لیږد وړتیا لري.
دا په تیرو پنځو کالونو کې لومړی ځل و چې شمالي کوریا دا ډول توغندی وازمایه او دا توان لري چې په آرام سمندر کې د متحده ایالاتو د ګوام خاوره وولي.