د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ته د ځواک ښودلو لپاره د امریکا الوتکې وړونکې کښتۍ جنوبي کوریا ته ځي


د امریکا پوځ وایي ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو یوه الوتکه وړونکې کښتۍ په همدې روانې اوونۍ کې پداسې حال کې جنوبي کوریا ته ولاړه شي چې په عین حال کې داسې اندیښنې ډیرې شوي چې ښایي شمالي کوریا ډیر ژر اتومي وسلې وازمایي.

د جنوبي کوریا پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د (USS Ronald Regan) ضربتي ډله به د دې هیواد بندري ښار بوسان ته ولاړه شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو دا ضربتي ډله به د جنوبي کوریا د بحري ځواکونو سره وګوري او هم به د دې هیواد دولس سره کلتوري معلومات شریک کړي.

د جنوبي کوریا د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو بحري ځواکونه به ګډ نظامي تمرینات هم وکړي.

په اعلامیې کې راغلي چې دا ګډ نظامي تمرینات د نظامي چمتووالي د لا غښتلتیا او د کوریا په ټاپو کې د سولې او ثبات لپاره دواړو هیوادونو د قوي ارادي او اتحاد څرګندولو په خاطر کیږي.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د بحري ځواکونو دا ضربتي ډله د پنجشنبې په ورځ د د بوسان ښار ته رسیدلې وی خو د هوایي د خرابوالي له کبله یوه ورځ وځنډیده.

دا به د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا لومړل ځل وي چې د متحده ایالاتو الوتکې وړونکې کښتۍ د جنوبي کوریا سره نږدې نظامي تمرینات کوي.

د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې هم د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره یې جنجال ډیر شوی و، دې جنګي کښتۍ دا ډول تمرینات کړي و.

خو داسې ښکاري چې یو ځل بیا د واشنګټن او پیونګ یانګ تر منځ جنجالونه پداسې حال کې ډیر شوي چې دواړو د نظامي ځواک ښودلو لپاره یو لړ کړنې کړي.

شمالي کوریا په په روان میلادي کال کې په بې سارې توګه د توغندیو آزمایښتونه کړي او د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وایي پیونګ یانګ د اوم اتومي وسلو د آزمایښت لپاره چمتوالي نیسي.

د شمالي کوریا مشر تیره اوونۍ یو ځل بیا هوډ څرګند کړې چې د اتومي وسلو څخه به هیڅ وخت لاس وانخلي او یا به یې د مذاکراتو په میز کې د چنې وهلو لپاره وکاروي.

دې هیواد همدرانګه تازه یو قانون منظور کړ چې پکې ویل شوي که د دښمنو ځواکونو لخوا پرې برید وشي، په سمدستي توګه به د ځواب ویلو لپاره یې د اتومي وسلو څخه کار واخلي.

د امریکا او جنوبي کوریا چارواکو د شمالي کوریا دا دواړه کړنې غندلي او د دې هیواد لخوا د هر ډول اتومي برید کولو لپاره یې د قاطع او ماتوونکي ځواب ویلو ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG