د جنوبي کوریا پوځ وایي د شمالي کوریا په محلي وخت د سه شنبې په سهار یو بالاستیک توغندی چې ډول یې لا معلوم ندی وار کړی.
د جنوبي کوریا د پوځ عمومي لوی درستیز په یوې اعلامیې کې ویلي چې توغندی ختیځ لور ته وار شوی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
پیونګ یانګ پداسې حال کې دا توغندی واروي چې د جنوبي کوریا، جاپان او متحده ایالاتو ګډ نظامي تمرینات پای ته ورسیدل.
شمالي کوریا سږ کال دومره وسلې آزمایلي چې په تاریخ کې ساری نلري او یوازې تیره اوونۍ یې د لنډ واټن بالاستیک توغندیو څلور آزمایښتونه وکړل.
جاپان، امریکا او جنوبي کوریا په نظامي تمریناتو کې د پنځو کالونو وروسته د اوبتلونو تمرینات هم وکړل او تر دې وړاندې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو بحري ځواکونو هم د کوریا د ټاپو په اوبو کې د اوبتلونو ضد نظامي تمرینات وکړل.
شمالي کوریا دا ډول نظامي تمرینات پدې هیواد د یرغل لپاره تیاری بولی او له همدې کبله یې غصه راپاریږي.
په همدې حال کې د جاپان د صدراعظم د دفتر په اعلامیې کې ویلي چې ښایي د شمالي کوریا دا توغندی پدې هیواد تیر شوی و او خپلو اتباعو ته یې امر کړی چې په خوندي سیمو کې دې ځانونه پټ کړي.
د توغندي واریدو څخه وروسته د جاپان د توغندیو د خبرداري سیستم فعال شو او په ملي خپرونو کې د خلکو څخه وغوښتل شول چې ځانونه خوندي کړي.
په ملي خپرونو کې ویل شوي چې دا توغندي د جاپان شمالي برخو په لور روان و او د همدې سیمو خلکو ته یې د خبردراۍ پیغامونه ورکول.
د جاپان ساحلي ګارډ هم ویلي داسې ښکاري چې توغندی په اوبو کې لویدلی او په سمندر کې یې د کښتیو ته امر کړی چې له هوا څخه اوبو ته لویدونکو شیانو ته دې نه نږدې کیږي.