د لاس رسي وړ اتصالات

په نیپال کې د الوتکې د لویدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي


په نیپال کې د لویدلې الوتکې پاتې شونې
په نیپال کې د لویدلې الوتکې پاتې شونې

نیپالي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ ، جولای ۲۴مه (زمري درېیمه) وویل، چې په دغه هېواد کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پیښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د مقاماتو په وینا، د "ساوریا" هوايي شرکت اړوند دغه الوتکه چې دوه د عملې غړي او د هوایی چلند ۱۷ تخنیکران پکې سپاره وو، د "پوخارا" هوایی ډګر ته چې د روان کال په جنوري کې پرانیستل شوی و، روانه وه.

د دغې پېښې په قربانیانو کې ۱۷ تنه نیپالي وګړي او یو یمني تبعه شامل دي. د نیپال د هوايي چلند ادارې د چارواکو په وینا، پدغه پیښه کې یوازې د دغې الوتکې پیلوټ ژوندی پاتې شوی چې اوسمهال تر درملنې لاندې دی.

د نیپال صدراعظم، کې پي شرما اوولي د پیښې ځای څخه لیدنه وکړه او په ټولنیزو رسنیو کې یې په یو پیغام کې له خلکو وغوښتل چې "زغم" ولري. خو نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل.

بلخوا، د نیپال د حکومت ویاند ویلي دي، چې د حکومت د کابینې په بیړنۍ غونډه کې د یوې کمیټې د جوړولو غوښتنه وشوه چې د الوتکې د لویدو څرنګوالی وڅیړي.

له پېښې وروسته د پلازمینې کتمنډو د نړیوال هوايي ډګر فعالیت د لنډ وخت لپاره وځنډول شو، خو بیا څو ساعته وروسته بیرته په فعالیت یې پیل وکړ.

د نیپال د هوايي چلند سکتور د مسلکي روزنې د نشتوالي او بې غورۍ له امله د خوندیتوب کمزوری ریکارډ لري. له همدې امله اروپايي ټولنې پر خپل هوايي حریم د نیپال د هوايي کرښې اړوند الوتکو پر الوتنو بندیز لګولی دی.

نیپال چې د خپل غرني طبیعت او سختو ځمکنیو لارو له امله تر ډېره بریده په هوايي اتصال تکیه لري، له ۲۰۰۰ کال راهیسې په دغه هېواد کې د هوايي پیښو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي دي.

د پلازمېنې کتمنډو نړیوال هوايي ډګر شاوخوا غرونو راچاپیر دي، چې دغه غرونه نه یوازې د الوتنې لپاره د باد پر لوري او سرعت اغیزه کوي، بلکې د پیلوټانو لپاره د الوتکې کښته کول هم ستونزمن کوي.

په نیپال کې تر ټولو خونړۍ هوايي پیښه په ۱۹۹۲ کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یو ایربس الوتکه، کتمنډو ته څیرمه په یوه غرنۍ سیمه کې ولویده او په کې ټول سپاره ۱۶۷ کسان مړه شول.

همدارنګه پدغه هېواد کې یوه بله مرګونې هوايي پیښه د ۲۰۰۳ کال د جنورۍ په میاشت هغه مهال رامنځته شوه، چې د "یاتي" هوايي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه له ۷۲ تنو سپرلیو سره ولویدله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG