د لاس رسي وړ اتصالات

د نیپال ورکه شوې الوتکه لویدلې او مړي یې وموندل شول 


د نیپال لا درکه شوې الوتکه د هیمالیا په غرونو کې لویدلې
د نیپال لا درکه شوې الوتکه د هیمالیا په غرونو کې لویدلې

د نیپال پوځ د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (غبرګولي ۹) وویل چې د ژغورنې عملې د همیالیا په غرونو کې د لویدلې الوتکې د ۲۲ سپرلیو له جملې څخه د ۲۱ مړي موندلي دي.

په نیپال کې ددې هیواد د «تارا» هوایي شرکت الوتکه د یکشنبې په ورځ پداسې حال کې چې د نیپال د لویدیځ «پوخارا» ښار څخه مشهورې توریستي سیمې «جومسوم» په لور روانه وه، له پرواز ۱۵ دقېقې وروسته له هوايي ترافیک سره تماس پرې شو.

د نیپال پوځ د دوشنبې په ورځ د دغې غورځېدلې الوتکې عکسونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي او د نیپال د پوځ ویاند نارایان سیلوال د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې «۲۱ مړي موندل شوي او [د ژغورنې] ټیمونه د یو بل جسد د موندلو په هڅه بوخت دي.»

ددې الوتکې د غورځېدو په سیمه کې یو پولیس منصبدار وویل چې: «دا یوه ډیره مشکله سیمه ده، الوتکه څو ټوټې شوې او هرې خوا پرتې دي.»

د الوتکې د موندلو په عملیاتو کې د پوځ، پولیسو، د غره ختونکو د لارښوونکو او محلي خلکو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسان ښکیل وو.

مړه شوي څوک دي؟

فرانس پرس اژانس ویلي چې پدې کوچنۍ الوتکه کې څلور هندیان، دوه جرمنیان او پاتې نور نیپالیان سپاره وو. د نیپالیانو په ډله کې د کمپیوټر یو انجینر، د هغه مېرمن او دوه لوڼې دي چې تاره د متحده ایالاتو څخه هیواد ته ستانه شوي وو.

د هند پولیسو ویلي چې څلور مړه شوي هندي اتباع یوه ښځه او میړه وو چې سره جدا شوي وو او ورسره د هغوی ۱۵ کلنه لور او ۲۲ کلن ځوی هم یو ځای سفر کاوه.

د کافي روزنې او خوندیتوب د نشتوالي له کبله د نیپال هوايي صنعت ډېر خوندي نه ګڼل کېږي او له همدې کبله اروپايي ټولنې په خپلې فضا کې د نیپال د هوایي شرکتونو پروازونه بند کړي ‌دي.

په نیپال کې د سختې واورې له کبله معمولآ د الوتکو ځغاست لیکې په واورو پوښلې وې چې ډېرو مجربو پیلوټانو ته هم د الوتکو کینول او جیګول څه ناڅه ستونزمن وي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۸ د نیپال مرکز کتمندو ته نژدې له بنګله دېش څخه یوه الوتلې الوتکه لویدلې وه چې ۵۱ تنه په کې مړه شوي‌ او ۲۲ نور سخت ژوبل شوي وو.

په ۱۹۹۲ کې یوه پاکستانۍ الوتکه هم د کتمندو هوايي ډګر کې د الوتکې په مهال لویدلې وه او ۱۶۷ تنه په کې مړه شوي ‌وو.

همدغه راز په ۲۰۱۹ کې د الوتکې د غورځېدو په یوه پېښه کې اووه تنه مړه شول چې د نیپال د سیاحت وزیر رابېندرا ادهیکار هم پ کې و.

XS
SM
MD
LG