د لاس رسي وړ اتصالات

د ګډو ګټو هیوادونو کې د څه باندې ۲۰۰ تروریستي بریدونو مخه نیول شوې - سیسویف


سیسویف : "په عراق او افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو کچه د پام وړ کمه شوې ده."
سیسویف : "په عراق او افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو کچه د پام وړ کمه شوې ده."

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د مرکز مشر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په دغو هېوادونو کې نږدې ۲۰۰ ترهګریز بریدونه پلان شوي وو، چې د ډېرو مخه یې نیول شوې ده.

د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز رئیس سیسویف د شانګهای د همکارۍ د سازمان او ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هیوادونو په ګډ کنفرانس کې وویل: "په ۲۰۲۳ کال کې په ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هیوادونو کې د څه باندې ۳۰۰ تروریستي اقداماتو د ترسره کولو هڅې شوي، چې ۱۹۵ یې تروریستي حملې وې، کومې چې د تجربه لرونکو مقاماتو لخوا په لومړنیو پړاوونو کې خنثی شوي او د زیاتو تلفلتړ مخنیوی شوی او مادي تاوانونه یې ډیر کم حد ته راټیټ کړي."

هغه زیاته کړه: "د ګډو ګټو په خپلواکو هیوادونو کې له ۲۱۰۰ څخه ډیر مجرمین د تروریستي جرمونو په تور محاکمه شوي دي."

د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د مرکز مشر ویلي، چې "نړیوال ترهګریز سازمانونه مقاومت ښيي" او ترهګري یې په یوه تر ټولو خطرناک عامه ګواښ بدله کړې ده.

هغه د روسيې د كروكس د ښار په تالار باندې د تیرکال د مارچ د ۲۲مې نېټې تروريستي بريد ته په اشارې سره چې په ترڅ كې يې ۱۴۵ تنه ووژل شول، د روسيې په دربنت او ماخچكلا كې تروريستي بريدونو، په ارمنستان كې د تروريستي او افراطي جنايتونو د ترسره كولو هڅو چې مخنيوى يې شوې او په قرغزستان کې د افراطي بغاوت په اړه، چې غوښتل یې د جولای په پنځمه واک ترلاسه کړي، په اشارې وویل: "په عمل کې د نړۍ هیڅ هیواد د ترهګرو بریدونو څخه خوندي نه دی."

سیسویف پدې بیان سره چې اوس مهال د تروریزم مرکز له منځني ختیځ څخه د افریقا د صحرا په لور روان دی، وویل چې "په عراق او افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو کچه د پام وړ کمه شوې ده."

خو د منځنۍ اسيا هېوادونو چې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د ټولنې غړي دي، د جولای په مياشت کې په يوه غونډه کې له افغانستان څخه د تروريستي ګواښونو او د نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دغه هېواد يې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د بې ثباتۍ اصلي سرچينه وبلله.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند پټ رایډر د سه شنبې په ورځ د اګسټ ۲۷ (وږي ۶) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې سربیره، یو زیات شمیر ترهګرې ډلې په افغانستان کې میشتې دي.
هغه وویل، "طالبان اوسمهال پر افغانستان کمزوری حکومت کوي او په دې توګه هلته د واکمنې ادارې په توګه، په ښکاره ډول د داعش-خراسان له ډلې سره توپیر لري، خو هلته نورې ډېرې ترهګرې ډلې هم شته چې همدا اوس په افغانستان کې مېشتې دي، نو مونږ به ددې پراخې سیمې څارنې ته دوام ورکړو."

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د شتون او په سیمه او بهر کې د هغوی د ګواښ په پراخیدو اندېښنه ښودلې او د مخنیوي لپاره یې د هڅو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې د پنجشنبې په ورځ اکست اتمه (اسد ۱۸مه) خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې میشت د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې ګواښ د هغه هېواد څخه بهر شته او ددې بنسټ په وینا د افغانستان ګاونډیان باید کار د هغه په وړاندې اقدام وکړي.

خو طالبانو په افغانستان کې د داعش ګواښ کم اهمیته ګڼلی او ادعا یې کړې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هیڅ کورنۍ یا بهرنۍ ډله په دې هېواد کې د فعالیت فرصت نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د دفتر د خبرداري په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش د پراخ حضور او د دغې ډلې د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه د لویدیځو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې "بې اساسه دي او د پروپاګند زیږنده دي."

سیسویف وویل، تېر کال په ټوله نړۍ کې تر ۳۰۰۰ ډېر ترهګریز بریدونه شوي، چې په پایله کې یې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د هغه په وینا، "دا په وروستیو کلونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده" او په هرو پنځو کسانو کې یو یې د اسلامي دولت یا داعش د ترهګرۍ قرباني دی.

د هغه په وينا، تر ٩٠ سلنې ډېر بريدونه په جګړه ځپلو هېوادونو کې شوي، چې د قربانیانو ۹۸ سلنه يې ددغو هیوادونو دي.

ددې مطلب په جوړولو کې د روسیې د تاس اژانس د رپوټ نه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG