د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې موجودې دي


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پت رایډر
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پت رایډر

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې سربیره په افغانستان کې یو زیات شمیر ترهګرې ډلې شتون لري.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پت رایډر د سه شنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي ۶) په یوه خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن د داعش د خراسان څانګې تروریستي ګواښونه له پامه نه شي غورځولی او د هغه په وینا، د تروریزم سره په مبارزه کې دا موضوع د پاملرنې په مرکز کې ده.

هغه همداشان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "طالبان اوسمهال پر افغانستان کمزوری حکومت کوي او په دې توګه هلته د واکمنې ادارې په توګه، په ښکاره ډول د داعش-خراسان له ډلې سره توپیر لري، خو هلته نورې ډېرې ترهګرې ډلې هم شته چې همدا اوس په افغانستان کې مېشتې دي، نو مونږ به ددې پراخې سیمې څارنې ته دوام ورکړو."

رایډر په افغانستان او سیمه کې د موجودو ترهګریزو ډلو د شتون څخه د زیږنده ګواښونو په اړه وویل: "...زموږ تمرکز باید په پراخه توګه، په ټوله نړۍ کې چې منځنی ختیځ په کې شامل دی، د متحدینو او شریکانو سره په خبرو او کار کولو وي، لکه څنګه چې ما یې یادونه وکړه، [پاملرنه باید] د سیمه ایز امنیت او ثبات ودې او د متحده ایالاتو د ملي امنیت د ګټو ساتنې ته وي، چې په کې د تروریزم ضد هڅې او مخنیوی شامل دي."

د منځنۍ اسیا هیوادونه چې یو شمیر یې د ډله ییز امنیت په سازمان کې غریتوب لري، د جولای په میاشت کې په یوه غونډه کې د افغانستان څخه د زیږنده تروریستي ګواښونو او مخدره توکو د قاچاق د زیاتیدو په هکله اندیښنه څرکنده کړه او افغانستان یې ''د منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره د بې ثباتۍ'' اصلي سرچینه وبلله.

د طالبانو په ضد د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود هم د سه شنبې په ورځ په واشنګټڼ ډي سي کې د هډسن انسټیټیوټ له خوا په جوړه شوې غونډه کې په یوه ویډیویي وینا کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلي مسعود وويل: "له ٢١ څخه زياتې تروريستي شبکې په هېواد کې فعاليت کوي او په زرګونو بهرني تروريستي جنګيالي له طالبانو څخه ملاتړ کوي. تاسو ټول په ټوله سیمه او په ځانګړې توګه د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګریزو د فعالیتونو د څپې شاهدان یاست."

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د شتون او په سیمه او بهر کې د هغوی د ګواښ په پراخیدو اندېښنه ښودلې او د مخنیوي لپاره یې د هڅو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې د پنجشنبې په ورځ اکست اتمه (اسد ۱۸مه) خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې میشت د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې ګواښ د هغه هېواد څخه بهر شته او ددې بنسټ په وینا د افغانستان ګاونډیان باید کار د هغه په وړاندې اقدام وکړي.

خو طالبانو په افغانستان کې د داعش ګواښ کم اهمیته ګڼلی او ادعا یې کړې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هیڅ کورنۍ یا بهرنۍ ډله په دې هېواد کې د فعالیت فرصت نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د دفتر د خبرداري په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش د پراخ حضور او د دغې ډلې د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه د لویدیځو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې "بې اساسه دي او د پروپاګند زیږنده دي."

خو ددې سره سره په تیرو دریو کلونو کې، د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې په افغانستان کې د ډیرو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی، چې د بریدونو هدف شیعه لږکي او همدارنګه د طالبانو غړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG