د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ هڅه کړې له افغانستان څخه د بې نظمه وتلو پړه پر هریس واچوي


د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې بهیر
د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې بهیر

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر او ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ دوشنبې اګست ۲۷ (وږي شپږمه) له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د دریمې کلیزې په مناسبت، هڅه وکړه له هغه هېواد څخه د ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه په ټاکنو کې پر خپلې دیموکراتې سیالې کاملا هریس واچوي.

ټرمپ د ارلینګټن په ملي هدیرې کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ وژل شویو امریکايي سرتیرو ته د درناوي په مراسمو کې برخه اخیستې وه، او وروسته په ډیټرایټ کې یې د خبرو پر مهال د ولسمشر مرستیاله هریس او ولسمشر جو بایډن د هغه څه له کبله ملامت وګڼل چې ټرمپ له افغانستان څخه "ناورین زیږونکي" وتل وبلل.

ټرمپ د متحده ایالاتو د ملي ګارد ټولنې ته په وینا کې وویل: "د کاملا هریس او جو بایډن له امله، په افغانستان کې زموږ سپکاوی وشو او په ټوله نړۍ کې یې د امریکا اعتبار او درناوی له منځه وړی دی."

دا د ټرمپ او د هغه د انتخاباتي کمپاین وروستۍ هڅه وه چې د نومبر پنځمې د ټاکنو وړاندې د ولسمشرې او د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندانې په توګه د هریس د وړتیا په اړه شکونه راپورته کړي. هریس تیره اونۍ د هیواد د وسله والو ځواکونو مشرۍ کولو ته چمتووالی اعلان کړ.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو پر مهال د سرتیرو، متحدینو او د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ افغانانو د ایستلو پر مهال، ګڼو ناامیده افغانانو هڅه کوله چې د کابل هوایي ډګر ته ننوځي او ځینو یې ځانونه په پرواز کوونکو الوتکو پورې ونښلول.

په همدې حال کې د کابل هوايي ډګر په یوه دروازه کې د اسلامي دولت (داعش) په یو ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۵۰ ډېر افغانان ووژل شول.

د هریس کمپاین وویل چې غلطي د ټرمپ په واکمنۍ کې د حکومت وه.

د هریس ویاند عمار موسی وویل: "د بایډن - هریس ادارې د ډونالډ ټرمپ څخه ګډوډي په میراث ترلاسه کړې. ټرمپ غواړي چې امریکا دا هېره کړي چې هغه له افغانستان څخه د وتلو لپاره څلور کاله وخت درلود، خو ونه توانېد."

د بایډن ادارې له افغانستان څخه د وتلو هغه ژمنه او مهال ویش تعقیب کړ چې د ټرمپ ادارې یې په اړه په ۲۰۲۰ کې له طالبانو سره خبرې کړې وې.

په یوه بیاکتنه کې چې په ۲۰۲۳ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوه، له افغانستان څخه د وتلو په اړه د ټرمپ او بایډن دواړو په ادارو کې نیمګړتیاوې موندل شوي دي.

په وروستیو اونیو کې، ټرمپ او د هغه مرستیال کاندید، سناتور جې ډي وینس دواړو هڅه کړې چې د ولسمشر مرستیالۍ ته د دیموکراتانو د کاندید ټیم والز لسیزې پوځي خدمت یو سیاسي زیان وښيي. په پوځ کې خدمت زیاتره وخت د متحده ایالاتو په انتخاباتي کمپاینونو کې د کاندیدانو لپاره یو ګټور ټکی ګڼل کیږي.

هریس په ۲۰۲۱ کال کې سي این این تلویزیون ته وویل چې هغه د بایډن سره په کوټه کې وروستۍ کس وه کله چې بایډن پریکړه وکړه چې له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه وباسي او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي. هریس دا هم وویل چې هغه د بایډن له پریکړې څخه راضي وه، خو دا څرګنده نده چې هغې په خبرو کې څه رول لوبولی دی.

بایډن او هریس دواړو د دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه د وتلو د کلیزې په مناسبت بیانونه خپاره کړل.

هریس وویل: "دا ۱۳ وفادار هیوادپالان د امریکا غوره استازیتوب کوي، چې خپل ګران ملت او امریکایان یې له ځانه پورته ګڼلي او د خپلو اتباعو د خوندي ساتلو لپاره یې خطر ګاللی دی."

خبریالانو د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له ویاند جان کربي څخه وپوښتل چې ولې بایډن او هریس د کابل هوايي ډګر په "ابي ګېټ" دروازه کې د ۱۳ وژل شویو امریکايي سرتیرو کلیزه په هغه ډول نه نمانځي، چې ټرمپ د ارلینګټن په ملي هدیره کې ونمانځله؛ کربي خبریالانو ته وویل چې ټرمپ ته په شخصي توګه د کورنیو د غړو لخوا بلنه ورکړل شوې وه، او هغه دا وژل شویو سرتیرو ته د درناوي یو ډول یاد کړ.

کربي وویل: "بله لاره دا ده چې کار ته دوام ورکړئ، په داسې شکل چې ښايي د ډیرو خلکو پام او د تلویزیون کامرې نه وي ، مګر هره ورځ زیار وایستل شي او یقیني شي چې نه یوازې د ابي ګېټ بلکې په افغانستان کې زموږ د ۲۰ کلونو موجودیت پر مهال د ټولو وژل شویو او ټپیانو اړمنو کورنیو ته د ملاتړ ډاډ ورکړل شي."

بل خوا د دوشنبې په ورځ، د استازو د جرګې رئیس مایک جانسن اعلان وکړ چې کانګرس به په راتلونکې میاشت کې د ۱۳ وژل شویو امریکايي سرتیرو کورنیو ته د کانګرس د سرو زرو مډالونه ورکړي. دا ترټولو لوړه ملکي جایزه ده چې کانګرس یې ورکولی شي.

دا مطلب د رویټرز او اسوشیتد پرس اژانسونو د راپورونو پراساس چمتو شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG