د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بګرام کې د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې خپله درې کلنه واکمني ونمانځله


طالبانو په بګرام کې د خپل بري درېیم کال د رسم ګذشت مراسمولپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي وو
طالبانو په بګرام کې د خپل بري درېیم کال د رسم ګذشت مراسمولپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي وو

طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۴( (زمري ۲۴) د بګرام په هوايي اډه کې چې په افغانستان کې د امریکا او ناتو د ځواکونو د حضور پرمهال ترټولو لویه پوځي اډه وه سږکال بیا د پخواني جمهوري رژيم د نسکوریدو او پر دغه هیواد د خپلې واکمنۍ درېیمه کلیزه د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په ګډون ونمانځله.

سږکال د زمري ۲۴ د اګست د ۱۴ ورځې سره برابره ده طالبانو ددې ورځې د نمانځلو لپاره په کابل او ولایتونو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او دا ورځ یې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د بګرام په پوځي اډه کې د رسم ګذشت په دی مراسمو کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیالانو، دفاع، کورنیو چارو وزیرانو په ګډون ددغه حکومت د لوړو پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي تلویزیون د بګرام په هوايي اډه کې دغه پوځي مراسم په ژوندۍ بڼه خپاره کړل.

دې غونډې ته د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي اشغال په پای ته رسېدو سره د قدرت رامنځته شوي جزیرې له منځه لاړې او هېواد کې د ابادۍ، رفاه او ورورولۍ فضا رامنځته شوه.

دې غونډې ته د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې د طالبانو حکومت د شرعي نظام لا پیاوړتیا او هر ډول قومي او ژبني تعصب له منځه وړلو په موخه جدي هڅې پیل کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني دې غونډې ته وویل چې افغانانو په بې سارو قربانیو خپله ازادي ترلاسه کړې ده.

هغه د فلسطین ولس ته په خطاب کې ویلي: "لکه څنګه چې افغانانو تر اوږدې او ستونزمنې مبارزې وروسته ازادي ترلاسه کړه، داسې ورځ په تاسو هم راتلونکې ده او خپله خپلواکۍ به ترلاسه کړئ".

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ددې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو په بریالیتوب سره د هغوی دنده او مکلفیت پای ته نه دی رسېدلی.

هغه ویلي: "موږ ته اوس د اسلامي نظام د استحکام، د هېواد د ودانولو، د هیوادوالو د سر، مال او عزت د خوندي کولو او د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسوولیت را له غاړې دی، چې باید په پوره اخلاص او جدیت سره خپلو مسوولیتونو ته متوجه واوسو."

د طالبانو د حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد له ددې ورځې په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له مهمو او ویاړلو ورځو څخه ده، چې له امله یې افغانستان له شل کلن اشغال او تجازو څخه خلاص شو.

هغه ویلي : "ژمنه کوو چې د افغانانو د سختو ستړیاو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام کلک وساتو او په هر قیمت دفاع ترې وکړو."

د طالبانو حکومت د کابل سربیره د ولایتونو په مرکزونو کې هم ددغې ورځې د نمانځني لپاره د غونډو بندوبست کړی وو او د ښارونو واټونو کې یې د طالبانو د حکومت بیرغونه او ددغې ډلې شعارونه ځړولي دي.

طالبان پر افغانستان باندې د خپلې واکمنۍ درېیمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې د یوې خوا دا حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او د بلې خوا په دغه هیواد کې اقتصادي ستونزې، بیکاري او لوږه د تیرو کلنو پرتله خورا زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې په روان ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۲۴ میلیونه افغانان چې شمیر یې ددغه هیواد د نفوس له نیمايي څخه زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو په افغانستان کې واک ته د رسیدلو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ یې پوهنتونونه او د لوړو زده د موسسو دروازې هم د ښځو او نجونو پرمخ وتړلې.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په حکومتي اوغیر حکومتي اداروکې هم ښځې له کار څخه منع کړي او په ورځیني ژوند په چارو کې یې پر هغوی بې شمیره محدودیتونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون د مخکنیو شرطونه په توګه ایښي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG