د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: افغانستان باید د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د پنجشنبې په ورځ، جولای ۴ (چنګاښ ۱۴مه) د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزې کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د "ترهګرۍ په ځالې باندې د افغانستان د بدلیدو" مخنیوی باید وشي.

ګوتیریش د شانګهای د همکاریو سازمان مشرانو ته په وینا کې وویل: "موږ په افغانستان کې سولې او یو ټول شموله حکومت ته اړتیا لرو چې بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای وي. ټول هېوادونه باید یوموټي شي، څو افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې غونډه کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په کې ګډون درلود، په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل چې ملګري ملتونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره همکارۍ ته چمتو دي.

په نړۍ کې روانو شخړو ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه: "د شانګهای د همکارۍ سازمان - په نړۍ کې ترټولو لوی سیمه ایز سازمان - د سولې [بهیر] د پرمخ وړلو ځواک او مسؤلیت لري."

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ، جولای درېیمه (چنګاښ ۱۳ مه) د "د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا – د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې" تر عنوان لاندې د قزاقستان په پلازمینې استانه کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د روسیې، پاکستان، ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی و.

د شانګهای غونډې په پای کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه خبري غونډه کې وویل، چې طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د روسیې "متحدین" دي، ځکه د ده په وینا، دا ډله پر افغانستان واکمنه ده.

پوتین وویل: "موږ باید دا ومنو چې طالبان په هیواد [افغانستان] کې واکمن دي. او په دې احساس سره البته چې طالبان د تروریزم سره په جګړه کې زموږ متحدین دي، ځکه چې هر مقام د هغه دولت ثبات ته لیواله دي چې دوی یې اداره کوي."

د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د استانه په غونډه کې ټینګار وکړ چې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په پراخ ګډون سره د یو ټول شموله حکومت جوړول په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار ده.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او د روسیې دولتي خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG