د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د نوي مشر پر ټاکلو غور کوي، د ډنمارک صدراعظمه یې مخکښه کاندیده ده


د ډنمارک صدراعظمه میټي فریدریکسن د ناټو د عمومي منشي د مقام دپاره مخکښه کاندیده ګڼل کیږي.
د ډنمارک صدراعظمه میټي فریدریکسن د ناټو د عمومي منشي د مقام دپاره مخکښه کاندیده ګڼل کیږي.

شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) په داسې حال کې د نوي عمومي منشي په ټاکلو غور کوي چې ددغه تړون د اوسني عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د کار دوره د سپتمبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

د ناټو ځینو غړو له سټولټنبرګ څخه غوښتي چې په اوکراین کې د روانې جګړې په جریان کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ینس سټولټنبرګ چې د ناروې پخوانی صدراعظم دی، د نهو کلونو راهیسې د ناټو عمومي منشي دی. د هغه کاري دوره لا دمخه دوه ځله تمدید شوېده.

تیره اونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې د سټولټنبرګ کوربه و او د هغه د مشرتابه ستاینه یې وکړه.

بایډن وویل: "ستاسو په مشرۍ کې موږ د ناټو د ښه مشرتابه برسیره هم ډیر څه ترلاسه کړل. موږ ۳۰ تر ۴۰ هیوادونه لرو چې اوکراین [سره مرستې] ته ژمن دي."

تراوسه معلومه نده چې ناټو به ددغه مقام دپاره څوک وټاکي. خو د ډنمارک صدراعظمه میټي فریدریکسن پدی لړ کې یوه مخکښه کاندیده ګڼل کیږي. هغې واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې، له اوکراین څخه د خپل هیواد ملاتړ روښانه کړ.

فریډریکسن وویل: "موږ یعني ډنمارک به له اوکراین سره ډیر پیاوړي ملاتړ ته دوام ورکوو."

د هسپانیا صداعظم پیډرو سانچیز او د بریتانیا د دفاع وزیر بین والیس هم دې مقام ته ممکنه نوماندانو په لست کې شامل دي - که څه هم والیس ویلي چې لا تراوسه پدې اړه باوري ندی.

د اروپا د پالیسۍ د شننې د مرکز غړی جول هیکمن وايي: "دا مهمه ده چې د ناټو مشر د اوکراین په اړه یو ثابت او روښانه غږ وي او کولی شي د اوکراین په اړه د تړون پیوستون ته دوام ورکړي. او په عین وخت کې باید د ناټو د لګښتونو په اړه ډاډمن وي."

د ناټو راتلونکې کلنۍ سرمشریزه د جولای په ۱۱مه د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کې دایریږي. که څه هم د ناټو ځینو غړو له سټولټنبرګ څخه غوښتي چې یو ځل بیا خپله کاري موده وغځوي، خو سټولټنبرګ پدې اړه لا تراوسه خپل دریځ ندی څرګند کړی.

شنونکي وايي د ناټو راتلونکی مشر به له ګڼو ننګونو سره مخامخ وي، چې پکې په اروپا کې په لویه کچه ځمکنۍ جګړه، د اټومي پراختیا ګواښ او د چین زیاتیدونکی نفوذ شامل دي.

XS
SM
MD
LG