د لاس رسي وړ اتصالات

سټولتنبرګ: د ناټو غړي دې د مالي لګښتونو برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي


د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ.
د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ.

د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولتنبرګ، د سه شنبې په ورځ د مارچ ۲۱مه (وري لومړۍ) خبرداری ورکړ چې د روسیې له خوا پر اوکراین د پوځي یرغل د دوام سره سره، د ناټو لږ شمېر هېوادونو د دغه تړون د مالي او اقتصادي لګښتونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي دي.

په ۲۰۱۴ م کال کې د روسیې له خوا د کریمیا ټاپووزمې له نیولو وروسته، د ناټو ۳۰ غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو دوه سلنه ددغه تړون پوځي لګښتونو ته ځانګړې کړي.

خو د ناټو په کلني مالي رپوټ کې ویل شوي چې د ناټو له ۳۰ غړو هېوادونو څخه يواځې اوو هېوادونو لکه یونان، متحدو ایالاتونو، لیتوانیا، پولنډ، بریتانیا، استونیا او لتویا دغه ژمنې پلي کړي دي.

سټولټنبرګ چې بروکسل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل: "له ۲۰۱۴ م کال راهیسې د ناټو غړي هېوادونو خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، پدې توګه موږ پر سم لوري روان یوو، خو د نړۍ د نن ورځي ګواښونو ته په کتو سره بیا موږ هغومره چټک روان نه یوو. پداسې حال کې چې زه د ټولو پرمختګونو هرکلی کوم، خو اړینه ده چې موږ باید ډیر څه وکړو او چټک یې ترسره کړو."

نوموړي همداراز زیاته کړه چې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د ناټو ګڼ شمېر هېوادونو په خپل دفاعي لګښتونو کی د پام وړ زیاتوالي اعلان کړی او اوس یې وخت دی چې دا ژمنې پلې شي، ځکه دغه لګښتونه زموږ د چارو څخه د ملاتړ لپاره اړین بلل کیږي.

د ناټو د کلني مالي رپوټ پر بنسټ، متحده ایالات، د دغه تړون د ۷۰ سلنې لګښت په ورکولو سره د ناټو تر ټولو ستر مالي تمویلونکی ګڼل کیږي، خو له بلې خوا واشنګټن له کلونو راهیسې پر خپل اروپايي ټلوالي فشار اچولی چې د پوځي ځواکمنتیا په موخه دي خپل د لګښتونو کچه لوړه کړي.

په پام کې ده چې ناټو په خپل راتلونکې سرمشریزې کې چې د روان جولاي میاشتې په نیمایي کې د لیتوانیا په پلازمینې ویلینوس کې جوړیږي، ددغه تړون د غړو هېوادونو څخه وغواړي چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو دوه سلنه ددغه تړون پوځي لګښتونو ته ځانګړې کړي، هغه وړاندیز چې لا دمخه ځینو غړو هېوادونو ورته لیوالتیا ښکاره کړې نه ده.

بله خوا د ناټو ډيپلوماټان بیا وايي چې د لیتوانیا په پلازمینې ویلینوس کې د راتلونکې سرمشریزه تر جوړیدو پوري به دوی د یادې دفاعي لګښتونو د ژمنې په اړه بحثونو ته چې د ناټو ټولو غړو هېوادونو هوکړې ته اړتیا لري، ، دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG