د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین بېلابېلې برخې په میزایلو ویشتلي - چارواکي


اوکرایني چارواکي او رسنۍ وایي چې روسیې د پنجشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) د هغه هیواد په بېلابېلو برخو کې د انرژۍ بنسټونه او د استوګنې یو شمیر ودانۍ په راکټونو ویشتي دي.

ویل کیږي چې د پلازمینې کیف په ګډون د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د پنجشنبې سهار وختي حد اقل د پنځو ساعتونو سره د خطر زنګونه وکړنګول شول. دا د تېرو دریو اونیو راهیسې د میزایلو لومړی لوی برید دی.

اوکرایني رسنیو ویلي دي چې هوایي دفاعي سیستم هم د هغه هیواد په څو برخو کې فعال شوی دی.

د خارکیف والي اولي سینیهبوف ویلي دي چې پر خارکیف ښار، د یاد ښار پر شمال شرقي سیمو پنځلس بریدونه شوي او د استوګنې یو شمیر ودانۍ لګیدلي دي.

نوموړي‌ وویل، د اوکراین په دویم ستر ښار کې به د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې په اړه معلومات خپاره کړي:" مهم بنسټونه یو ځل بیا د یرغلګرو له خوا په نښه شوي دي."

د اوکراین د جنوبي سیمې اودیسه والي ماکیسیان مارچینکو هم پر اودیسه د بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د انرژۍ بنسټونه او د استوګنې کورونه په نښه شوي دي.

مارچینکو پر ټلیګرام لیکلي چې پر سیمه د میزایلو پراخ برید شوی: "دویمه څپه اوس امکان لري، بنا ما د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل چې په سرپناو کې ووسي."

اسوشیتډ پریس خبري اژانس لیکي چې د پلازمینې کیف اوسیدونکو ټوله شپه د خطر له زنګونو سره تیره کړه او د یوې لویي چاودنې غږ خلکو ته ټکان ورکړ خو تر اوسه دا معلومه نده چې پېښه چیرې شوی او کوم هدف په نښه شوی دی.

همدارنګه په شمالي ښار چیرنوهیف او غرپي لفیف او همدارنګه د دینپرو، لوټسک او ریون په ښارونو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

روسیې د تیر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې پر اوکراین د مزایلو بریدونه پیل کړي دي.

د اوکراین د بخموف ښار د سقوط احتمال

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي چې د اوکراین په ختیځ کې د بخموف ښار به له میاشتو نښتو وروسته په راتلونکو ورځو کې د روسي ځواکونو لاس ته ولویږي.

نوموړي په داسې حال کې د یاد ښار د سقوط د احتمال خبره وکړه چې د روسیې د واګنر ګروپ پوځیان د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او ادعا یې کړې چې ددغه صنعتي ښار ختیځې برخې یې نیولي دي.

د واګنر ګروپ مشر او د کرملن متحد یفژیني پریګازاین د چهار شنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۷) پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې ځواکونو یې د یاد ښار ټولې ختیخې برخې نیولي دي.

دې ښار د روسیې له نظامي‌ برید مخکې ۸۰ زره نفوس درلود. د بخموف ښار جګړه په تیر یو کال کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کیږي.

د ناټو سرمنشي په سویډن کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو د غوندې پرمهال وویل روسیه سیمې ته ډیر ځواکونه استوي څو د کیفیت کموالي له کمیت سره تکمیل کړي.

د ناټو سرمنشي وویل: "موږ دا موضوع رد کولی نشو چې بخموت ښار به بالاخره په راتلونکو ورځو کې سقوط ونکړي." خو هغه زیاته کړه چې د یاد ښار سقوط د دې په معنی ده چې ګواکې د جګړې نتیجه تغیر کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې هم د یاد ښار له سقوط څخه خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG