د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د عمران خان د خلاصون د پاره لاریون اسلام اباد ته نږدې شوی


د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو لاریون
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو لاریون

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مسئولین وايي چې له زندان څخه ددغه ګوند د مشر او د پخواني صدراعظم عمران خان د خلاصون د پاره یو ستر لاریون د حکومت له لورې د جوړو شویو موانعو سره سره پایتخت اسلام اباد ته نږدې شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند غړو ویلي چې ددغه لاریون مشري د عمران خان میرمن بشرا بي بي او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور کوي. په ځینو سیمو کې د نا امنیو د پیښېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

عمران خان خپلو ملاتړو ته په اسلام اباد کې د پارلمان تر ودانۍ پورې د لاریون کولو او وروسته د ودانۍ مخې ته د پرلت کولو امر کړی دی.

حکومت د تیرو دوو ورځو راهیسې د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره اسلام اباد ته غځېدلې لارې په کانټینرونو تړلي او په لوی شمېر د بلوا ضد پولیس او ملیشې ګومارل شوي دي.

چارواکو او عیني شاهدانو همدارنګه ویلي چې د احتجاج کوونکو د مخنیوي لپاره په پنجاب ایالت کې د بسونو او ریل ګاډو عامه تګ راتګ هم درول شوی دی.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظما بخاري وویل: "موږ به هغوی ته ددې اجازه ورنکړو چې پایتخت په سر واخلي." بخاري زیاته کړه چې د عمران خان ۸۰ پلویان نیول شوي دي.

عظما بخاري یوې خبرې غونډې ته وویل چې د پنجاب ایالت په ځینو برخو کې په لاریونونو او تاوتریخوالي کې څو تنه پولیس ژوبل شوي دي. د اسلام اباد چاپیر امنیتي اقدامات په داسې حال کې سخت کړل شوي چې د دوشنبې په ورځ ټاکل شوې وه د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو دغه ښار ته سفر وکړي.

د عمران خان د ګوند پلویانو د خپلو سلګونو غړو نیول کېدل تائید کړي او تور یوې پورې کړی چې حکومت د دوی په خلاف د تاوتریخوالي ډکو تاکتیکونو کار اخلي. د عمران خان یو مرستیال شوکت یوسفزي جیو نیوز ته وویل: "دوی حتی پر موږ مخامخ ډزې کړي دي."

پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې په اسلام اباد کې په هر ډول غونډو بندیز لګول شوی دی. په پایتخت او ورڅېرمه راولپنډۍ کې ښوونځي رخصت شوي، او انټرنیټ او د وټساپ اپلکیشن ورو شوي دي.

د تیر کال په اګست کې د بندي شوی عمران خان د خوشې کولو لپاره دا په پاکستان کې د لاریونونو د لړۍ وروستی دی. د اکتوبر په میاشت کې دا ډول یو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی و.

عمران خان د پاکستان د مقتدر پوځ سره د مخالفت وروسته په ۲۰۲۲ کې د پارلمان له لورې سلب اعتماد شو. پر هغه باندې د اداري فساد او ناامنیو پارولو ګڼې دوسیې ثبت شوي دي. خو د تحریک انصاف ګوند پر نوموړي باندې لګېدلي ټول تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

په پاکستان کې پوځ ددغه هېواد په سیاست کې پراخ رول لري او دا پرېکړه کوي چې په دغه ۲۴۱ میلیون نفوس لرونکي هېواد کې څوک واک ته رسیږي.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز اژانس معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG