د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان وکیل تر یوې میاشتې تري تم کیدو وروسته پیدا شو ؛ پي ټي آی وایي امنیتي ادارو تښتولی و


د پاکستان د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یو مدافع وکیل، انتظار احمد پنجوتا تر یوې میاشتې "جبري تري تم کیدو" وروسته په ناڅاپي توګه یکشنبه نومبر درییمه ( لړم ۱۳) پیدا شو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند او پولیسو د پنجوتا پیدا کیدل تائید کړیدي.

دا مدافع وکیل د تیرې اکټوبر میاشتې په اتمې نیټې چې په اسلام آباد کې خپل کور ته روان و، تری تم شو خو معلومه نده چې چا او ولې تښتولې ؛ آوازې دا دي چې د پاکستان امنیتي ادارو پکې لاس درلود.

پنجوتا ټیک یوه ورځ وروسته تر هغه پیدا شو چې د پاکستان لوی څارنوال یوې فدرالي عالي محکمې ته پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ډاډ ورکړی و چې دی به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې پیدا شي.

د پاکستان لوی څارنوال پدې هکله معلومات ندي ورکړي چې د عمران خان د مدافع وکیل د پیدا کیدو څرنګوالی ورته چا ورکړی خو پولیسو په سیمه ایز وخت شنبه ناوخته وویل چې د اسلام آباد په شمال ختیځ کې حسن ابدال په سیمې کې یې دا مدافع وکیل په یو موټر کې وموند او دا ادعا یې هم کړې چې په موټر کې ناستو وسله والو په پولیسو ډزې کړي وروسته یې موټر پریښی، له سیمې تښتیدلي او ښاغلی پنجوتا هم پدې موټر کې ناست و.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې پکې ښودل کیږي چې د عمران خان دا مدافع وکیل کمزوری او ترهیدلی دی، لاسونه او پښې یې تړل شوي او پولیسو ته په ژړغونې آواز وایي چې تښتونکو ترې پیسې غوښتې او دا چې هغه شکنجه شوی هم دی.

خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پولیسو دا ادعاوې رد کړیدي او دا تور هم لګوي چې د پاکستان امنیتي ادارو پنجوتا تښتولی و او هغه یې په زور اړ کړی چې دا ډول بیان ورکړي.

د پي ټي آی عمومي منشي، سلمان اکرم راجا پدې هکله ویلي، " د هغه وضعیت چې د ترهې په هکله یې خبرې کړیدي، ثبت شوی او د ډار پیدا کولو په نیت خپور شوی".

خو بل پلو بیا د پولیسو یو ویاند د عمران خان د ګوند دا ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې پولیسو ښاغلی پنجوتا د تښتونکو څخه ژغورلی دی. پولیس دا هم نه مني چې دا پیښه د پولیسو او تښتونکو تر منځ "جوړه شوې مقابله" وه.

په پاکستان کې د ډان تلویزیون یوې ویاندې، ابسال کومل د ښاغلي پنجوتا سره د د اکس په شبکې کې د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې هغه په بشپړه توګه نه پیژندل کیږي، بدل شوی شخص دی او زیاته یې کړه هغوي چې دا پریکړه یې کړې "ودې شرمیږي".

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په پرله پسې توګه پدې تورنې شوي چې د حکومتونو په جوړولو او پرځولو کې لاس لري، په انتخاباتو کې لاسوهنې کوي او د هغو ګوندونو تر شا دریږي چې د پوځ طرفدار وي خو پوځ دا تورونه ردوي.

د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس څه د پاسه ۶۰ دیموکراتانو تیره میاشت جمهور رئیس جو بایډن ته یو لیک استولی و او د عمران په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې وه.

امریکایي قانون جوړونکو پدې لیک کې په پاکستان کې په پراخه توګه د بشري حقونو څخه په روانو سرغړاونو اندیښنه او پرته لدې چې د شهباز شریف د حکومت نوم واخلي لیکلي چې "د پاکستان اوسنی نظام نظامي واکمني ده چې ظاهراً ملکي دی".

خو د پاکستان حکومت بیا د متحده ایالاتو د کانګرس دا لیک رد کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان سیاسي نظامي په هکله د ناسمو معلوماتو پر اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG