د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون پر غزه د برید لپاره اسرائیل ته د وسلو پر ورکولو د بندیز غوښتنه وکړه


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د شنبې په ورځ اکتوبر پنځم (وږي ۱۳) پر غزه باندې د اسرائیل د غچ اخیستنې بریدونو په تړاو د انتقادونو په لړ کې دغه هېواد ته د وسلو پر رسولو باندې د بندیز لګولو غوښتنه وکړه.

مکرون د فرانس انټر تلویزیوني شبکې ته وویل:‌ "زه فکر کوم چې نن لومړیتوب دا دی چې یو سیاسي حل ته ستون شو او په غزه کې د جګړې لپاره د وسلو رسولو مخه ونیسو."

هغه زیاته کړه چې فرانسې په غزه کې د جنګ لپاره اسرائیل ته هېڅ وسله نه ده ورکړې.

متحده ایالات هر کال اسرائیل ته د درې میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې ورکوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مې په میاشت کې وویل چې د وسلو د لېږدولو د مخنیوي لپاره کافي شواهد نلري. خو دغه وزارت په دې اړه چې اسرائيل د بشردوستانه قوانینو له معیارونو سره په ټکر کې دا وسلې کارولي دي او که نه د "ارزونې ترسره کول" مناسبه لاره بللې ده.

برتانیې د سپتمبر په میاشت کې وویل چې اسرائيل ته د یو شمېر وسلو صادرول ځنډوي ځکه چې د دوی په وینا د دې "څرګند ګواښ" شته چې له دغو وسلو څخه د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په نقضولو کې کار واخیستل شي.

مکرون یو ځل بیا په غزه کې د اوربند د غوښتنو سربېره د جنګ پر دوام اندېښنه وښوده او ویې ویل:‌ "زه فکر کوم چې زموږ خبره نه اورېدل کېږي. زه فکر کوم دا د اسرائيل امنیت ته (د ګواښ) په ګډون یوه تېروتنه ده".
هغه زیاته کړه چې په غزه کې جګړه د "کرکې" د راپارېدو لامل شوی دی.

د فرانسې ولسمشر دغه راز وویل چې په لبنان کې د جګړې مخنیوی هم یو "لومړیتوب" دی او ټینګار یې وکړ چې "لبنان په یوې بلې غزې نشي بدلېدلی ".

د دوشنبې ورځ د اکتوبر اومه د اسرائیل پر جنوب باندې د حماس د ډلې له مرګوني برید سره برابره ده. دغه برید د غزې پر تړانګې باندې د اسرائیل د یرغل لامل شو.

پر غزه د اسرائیل له برید سره هم‌مهاله د لبنان حز‌ب‌الله او اسرائیل پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې چې له امله یې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ رامنځ ته شو.

د تائید شویو شمېرو په اساس پر اسرائيل باندې د حماس په برید کې د یرغمل شویو په ګډون ۱۲۰۵ کسان ووژل شول چې زیات شمېر یې غیرنظامیان و.

د حماس له برید وروسته اسرائيل پر غزه غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل چې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۱زره او ۸۲۵ کسان وژل شوي چې لویه برخه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون غیرنظامیان دي. ملګرو ملتونو د غزې د روغتیا وزارت له خوا وړاندې شوې شمېرې د باور وړ بللې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG