د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د کیمیاوي موادو یوې فابریکې کې اورلګېدو نهه تنه مړه کړي


د هند په دې فابریکه کې د خوړو رنګ جوړېده.
د هند په دې فابریکه کې د خوړو رنګ جوړېده.

د هند په مهاراشترا ایالت کې د ژغورنې کارکوونکو د جمعې په ورځ می ۲۴ (غبرګولي څلورمه) د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د چاودنې او اورلګېدنې وروسته د قربانیانو لټون کاوه. په پېښه کې لږ تر لږه نهه کسان مړه او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ادارې چارواکو وویل، د مهاراشترا په تانې ښار کې د پنجشنبې په ورځ ددې فابریکې په بویلر کې د چاودنې له کبله ودانۍ اور اخیستی او شاوخوا نورو فابریکو او کورونو ته خپور شوی دی.

د ادارې چارواکي سچن شیجال وویل د دوو کسانو په موندلو لا تر اوسه ندي بریالي شوي او د نړېدلې ودانۍ د خځلو د زیاتوالي له کبله دا بهیر ورو پر مخ ځي.

هغه وویل چې دوه مړي پيژندل شوي او نور قربانیان دومره سوځېدلي چې د پیژندنې وړ ندي. شیجال وویل: "موږ د قربانيانو د کورنيو له غړو څخه د هغوی د ډي ان اې د نمونو غوښتنه کړې ده ترڅو له موږ سره د جسدونو په پېژندلو کې مرسته وکړي."

د چاودنې د لامل په اړه څیړنې روانې دي.

د هند د ناورین سره د مقابلې ملي ادارې وویل، دې فابریکې د خوړو رنګ تولیدوه او د قوي عکس العمل لرونکي داسې کیمیاوي توکي یې کارول چې د چاودنې لامل کیږي.

شیجال وویل چې د پنجشنبې د چاودنې له کبله په سیمه کې د سختو ټکانونو څپې خپرې شوې چې له کبله یې د شاوخوا نورو فابریکو او کورونو د کړکیو او دروازو ښیښې ماتې شوي دي.

د هند پولیسو د جمعې په ورځ ددې فابریکې د مالکینو پر ضد د خطرناکو کیمیاوي موادو په اداره کولو کې د غفلت او قتل دوسیې ثبت کړي دي.

په هند کې د خوندیتوب د معیارونو او مقرراتو د کمزوري پلي کېدلو له امله د اور لګېدنې معمول دي. مدني فعالان وايي چې د ودانیو جوړوونکي زیاتره وخت د لګښتونو د سپمولو په خاطر د خوندیتوب مقررات په بشپړ ډول نه پلې کوي. دوی همدارنګه په دې برخه کې د مقرراتو د پلې کولو مسئولین په غفلت او بې پروایی تورنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG