د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي د کندهار د والي د ميلمستون د پېښي رابط کسان نیول شوي دي.
جنرال رازق وویل چې د کندهار د والي د میلمستون د مرگونې پیښې د پلټنو پایلې به ډیر ژر د عربي متحده اماراتو، امریکایي او افغاني تحقیقاتي ټیمونو له لورې اعلان شي.
د کندهار امنیه قوماندان وویل چې د والي د ميلمستون د اشپز په ګډون، یو شمیر کسان نیول شوي او د هغه په وینا "دغه خاينینو او مجرمینو ته به سزا ورکول کیږي."
جنرال عبدالرازق بیا هم ادعا وکړه چې دا حمله په بهر کې طرحه شوې وه. هغه وویل د پلټنو جزیات ښيي چې "دا برید د پاکستان په کوټې کې د طالبانو شورا د پاکستان د څارګري ادارې په مرسته تنظیم کړی و."
هغه زیاته یې کړه چي "د پیښې د ښه وضاحت روښانتیا او ښه څېړلو لپاره د اماراتو حکومت امریکايي ټیم او د افغان حکومت خاص تحقیقاتي ټیمونه بوخت دي" او پايلي به ډیر ژر اعلان شي.
شاوخوا درې میاشتې دمخه د کندهار د والي په میلمستون کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د متحده عربي اماراتو د شپږو ډیپلوماتانو او د والي د مرستیال په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل. پخپله والي او ۱۷ تنه نور په پیښه کې سخت ټپیان شول.
د کندهار والي همایون عزیزي او د عربي متحده اماراتو سفیر بن جمعه محمد عبدالله الکعبي د پیښې په ١٩ ټپیانو کې شامل وو. خو عبدالله الکعبي بیا د ټپونو په وجه د فبرورۍ په ١٥ د اماراتو په یو روغتون کې ساه ورکړه.
همداشان د پخواني جمهور رئیس د کاکا زوی هاشم کرزی هم په حمله کې ټپي شوی و چې له پیښې نه څو ورځې وروسته د ټپونو د شدت په وجه د هند په یو روغتون کې ساه ورکړه.