د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د بندولو پلان نلري


په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د ځينو هیوادونو د سیاسي نمایندګیو د تړل کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، مسکو وویل چې په کابل کې د خپل سفارت بندېدو په اړه هیڅ پروګرام نلري.

د روسیې تاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د دغه هیواد د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې هیواد یې له کابل څخه د خپلو دپلوماتو د ایستلو او خپل سفارت د خالي کولو په اړه هیڅ تصمیم نلري.

ښاغلي کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې يا روسیه په کابل کې د خپل سفارت دروازې بندولو پلان لري او که نه؟ هغه ویلي: "هیڅ کله دا سې فکر نه دی شوی."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې سعودي عربستان د امنیتي ستونزو له امله له کابل څخه خپل دپلوماتان ایستلي دي او خپل سفارت یې خالي کړی دی.

دغې سرچینې زیاته کړه چې د امنیتي ستونزو تر هوارېدو وروسته به د سعودي عربستان دپلوماتان بیرته کابل ولاړ شي او خپل دپلوماتیک فعالیت به له سره پيل کړي.

خو تیره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت تړل کېدل تائید کړل، خو زیاته یې کړه چې یاد سفارت د امنیتي ستونزو له امله نه دی بند شوی.

هغه وویل چې د سعودي سفارت کار کوونکي او دپلوماتان د زده کړو لپاره خپل هیواد ته بلل شوي چې په خبره تر یوې اونۍ وروسته به دغه سفارت بیرته فعالیت پيل کړي.

روسیې پر داسې مهال په کابل کې د خپل سفارت پر خلاص پاتې کېدو ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې د دغه سفارت مخې ته په ځانمرګي برید کې د دوو روسي دپلوماتانو په ګډون څلور افغانان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

هغه مهال یو شمېر سیمه ییز رسنیو راپور ورکړ روسې تر یادې چاودنې وروسته په کابل کې خپل قونسلي فعالیتونه بند کړي او افغانانو ته یې اعلان کړی دی چې د روسیې وېزې تر لاسه کولو لپاره ایران او یا هم پاکستان ته ولاړ شي.

محمد فهیم (مستعار نوم) د کابل ښار اوسېدونکي د سې شنبې په ورځ فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۸) امریکا غږ ته وویل خپل دوه زامن چې یې روسیې ته د تحصیل لپاره لېږلي وايي چې وېزې په ایران کې ورته اخیستي دي.

ښاغلي فهیم زیاته کړه: "کله چې مو په کابل کې د روسیې سفارت ته د وېزې تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړه، هغوی موږ په ایران او پاکستان کې د روسیې سفارتونو ته راجع کړو."

هغه ویلي چې زامنو یې په ایران کې د روسیې له سفارت څخه وېزې تر لاسه کړي دي. په کابل کې د روسیې سفارت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته په کابل کې ګڼو هیوادونو خپل سفارتونه بند کړل، خو روسیې، چین، پاکستان، ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هیوادونو خپل سفارتونه بند نکړل او د طالبانو حکومت تر حاکمیت لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

د امریکا متحده ایالاتو په ګډون، جرمنی، فرانسه، کاناډا او ځينې نور هیوادونو د افغانستان لپاره خپل سفارتونه په قطر کې خلاص کړي دي او له هغه ځای څخه فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې ټولو بهرنیو سفارتونو ته د کلکو امنیتي تدابیر ډاډ ورکړی او له هغوی څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG