د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: سعودي عربستان د امنیتي ستونزو له امله افغانستان څخه دپلوماتان اېستلي


په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ته نژدې یوه سرچینه وايي چې د امنیتي ستونزو له امله یې له افغانستان څخه خپل دپلوماتان اېستلي دي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم راشي، د دوشنبې په ورځ فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) امریکاغږ ته وویل چې د سعودي عربستان سفارت د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په بشپړه توګه تخلیه شوی او ماموران یې له کابل څخه وتلي دي.

د دغې سرچینې په وینا چې سعودي عربستان د امنیتي ستونزو له امله کابل څخه خپل دپلوماتان ایستلي دي، خو ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر به ددغه سفارت کار کوونکي او په ځانګړي ډول د سعودي دپلوماتان بیرته کابل ته ستانه شي.

تر دا مهاله د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د سعودي عربستان د سفارت کار کوونکي له کابل څخه وتلي دي. ښاغلي مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلې پیغام کې ویلي: "د سعودي عربستان سفارت د دروازې تړل کېدل درست نه دي، بلکې خپل دپلوماتان یې د زده کړو په هدف د یوې اونۍ لپاره سعودي عربستان ته بللي دي."

مجاهد ویلي چې د سعودي عربستان سفارت کار کوونکي او دپلوماتان به ډېر بیرته کابل ته ستانه شي او خپل کار ته به دوام ورکړي.

سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي امارات هغه درې هیوادونه دي چې په ۱۹۹۰ میلادي کلونو کې د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی و، خو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر پرپنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر بیا حکمیت وروسته د هغوی حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تر دا مهاله د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی، خو د سعودي عربستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران، چین، روسیې، ازبیکستان، ترکیې، ترکمنستان او یو شمېر نورو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو حکومت له حاکمیت څخه څو میاشتې وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپل سفارت او قونسلګریو فعالولو په هدف کابل ته ۱۴ کسیز دپلوماتیک پلاوی واستوی او خپل فعالیت یې پيل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر پر دوهمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزو کې د دغه سفارت یو امنیتي ساتوونکی ټپي شو.

د دغه برید مسؤلیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی و.تر هغه مخکې د ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې د روسیې د سفارت مخته د ځانمرګي برید له امله د دغه سفارت د دوو دپلوماتو په ګډون څلور افغانان هم ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG