د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وایي د حزب الله په برید کې یې څلور سرتیري وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د اسرائیل پوځ وایي څلور سرتیري یې یکشنبه اکټوبر ۱۳ ( تلې ۲۲مه) د حیفا په سیمه کې په نظامي اډې باندې د حزب الله وسله والې ډلې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو په برید کې وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړل شي، دومره ویل شوي چې د حزب الله ډرون الوتکې برید په نظامي اډې شوی چې بینیامینا ښار سره نږدې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو څلور سرتیري وژل شوي او اوه نور شدید ټپي شوي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ پدې برید کې یوازې د اوو سرتیرو ټپي کیدو خبر ورکړی خو د اسرائیل د ژغورنې خدماتو ادارې ویلي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱ تنه ټپي شوي چې اکثریت یې شدید ټپي شوي او روغتون ته لیږدول شویدي.

د حزب الله وسله والې ډلې چې د اسرائیل سره په جګړو اخته ده، د یکشنبې په ورځ یې ادعا کړې چې د حافیا په سیمې کې یې د اسرائیل د روزنې په نظامي کمپ باندې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه دوي کړيدي.

د ایران له ملاتړ برخمنې حزب الله ویلي چې دا بریدونه یې په لبنان باندې د اسرائیل هوایي بریدونو په غبرګون کې کړي.

پدې نظامي اډې تر برید دوه ورځې وړاندې دوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د اسرائیل مرکزې برخې ته ننوتې چې د چارواکو په وینا یوه یې د تل ابیب په ښار کې په یوې ودانۍ ولګیده او ودانۍ پکې زیانمنه شوه.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې د حزب الله ډلې له لبنان څخه په اسرائیلي ځواکونو تقریباً هره ورځ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي خو د تیرې سپټمبر میاشتې راهیسې چې اسرائیل په لبنان باندې بمبارۍ پیل کړي، د حزب الله بریدونو هم زور اخیستی.

سره لدې چې د اسرائیل آیرن ډوم هوایي دفاع سیسټم اکثریت توغندي او ډرون الوتکې شڼدې کړي په پرچو کې یې څو تنه ټپي شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG