د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او روسيې د ګډو پوځي تمرينونو اووم پړاو پيل کړی


پاکستانيو رسنيو د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفترپه حواله خبر ورکړی چې دا ګډ پوځي تمرينونه د پنجاب ايالت د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې پیل شوي دي. (عکس ارشیف).
پاکستانيو رسنيو د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفترپه حواله خبر ورکړی چې دا ګډ پوځي تمرينونه د پنجاب ايالت د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې پیل شوي دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان او روسيې پوځيانو د "دروژبا ـــ ۷" په نامه دوه اړخيزه تمرينونه پيل کړي چې دوه اونۍ به دوام وکړي.

ګڼو پاکستاني رسنيو د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په حواله خبر ورکړی چې دا ګډ پوځي تمرينونه د پنجاب ايالت د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې روان دي چې د اکتوبر پر ۱۳ پيل شوي دي.

د ای اېس پي ار په وينا د دې پوځي تمرينونو هدف د ګډې روزنې له لارې مسلکي مهارتونو ته وده ورکول او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکو ته ګټه رسول دي.

د پاکستان او روسیې پوځونه له تېرو څو کلونو راهيسې د "دروژبا" یا دوستۍ په نامه د ترهګرۍ ضد دوه اړخیزه تمرینونه پیل کړي چې دا يې اووم پړاو دی. تر دې وړاندې په شپږو نورو پوځي تمرينونو کې يې ځينې په پاکستان او ځينې په روسيه کې شوي دي.

د پاکستان جيو نيوز تلويزوني شبکې پر خپله وېبپاڼه د پاکستان پوځ له خوا لېږدول شوې يوه لنډه ويډيو خپره کړې چې پکې ښکاري چې پاکستاني او روسي پوځيان د خپلو ملي بيرغونو تر پورته کولو وروسته تمرينونه کوي.

په عين حال کې، د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) د پاکستان او متحده ایالاتو سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کې دوه اړخیزه تمرینونه ترسره کړل چې هدف یې د خپلمنځي اړیکو پیاوړتیا او د سیمه يیز سمندري امنيت په اړه خپل هوډ څرګندول دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، دغه دوه اړخيزه تمرينونه د خپلو نړیوالو ملګرو سره په همکارۍ د سیمه يیزې سولې، ثبات او سمندري نظم لپاره د پاکستان د ژمنې څرګندونه کوي.

تر دې درې مياشتې وړاندې د پنجاب په پبي سيمه کې د پاکستان او امریکا پوځیانو هم ګډ تمرینونه کړي وو.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د جولای پر ۱۰ په يو بیان کې وويل چې له دوو اونیو راهیسې د دغو تمرینونو موخه د ځواکونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې له یو بل سره د تجربو د شریکولو ترڅنګ په عملیاتو کې د خپلو وړتیاوو او مهارتونو پیاوړي کول وو.

هغه تمرينونه د جون پر ۲۹مه په پبي کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې پیل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG