د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو دوشنبه مارچ درییمه ( کب ۱۳) د حماس ډلې ته خبرداری ورکړ که په غزې کې برمته شوي کسان پرې نه ږدي، د دې ډلې لپاره به داسې عواقب ولري چې تصور یې نه شي کیدی.
نتنیاهو دا څرګندونې پارلمان ته په وینا کې په داسې حال کې کړي چې په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند لومړي پړاو پای ته رسیدلی او په دویم پړاو لا موافقه نه ده شوې.
هغه وویل، " که لسګونه برمته شوي چې یاغیانو سره بندیان دي خوشې نه شي، داسې عواقب به ولري چې تاسو یې تصور نشئ کولی."
د نتنیاهو تر څنګ د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز هم ویلي که برمته شوي کسان خوشې نه شي، د غزې ټولې دروازې به وتړل شي او د "دوزخ دروازې به پرانیستل شي".
تر دې وړاندې د اسرائیل حکومت ویلي و چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې بندیدو په خاطر یې د متحده ایالاتو د موقتي اوربند پلان منلی چې له مخې به یې یو شمیر اسرائیلي برمته شوي کسان خوشې شي او د ځینو مړي به ورته وسپارل شي.
د موقت اوربند پلان د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، سټیف ویټکوف کړی و چې په کې غوښتل شوي و د روژې په میاشت او فصح (د یهودانو جشن) په مودې کې دې جګړه بنده وي.
خو بل پلو بیا د حماس ډلې یو جګپوړي غړي پرته له دې چې ووایي آیا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي پلان مني یا ردوي، د اسرائیل لخوا د اوربند لومړي پړاو مودې غځول یې رد کړیدي.
د فلسطین دوه چارواکي چې د مذاکراتو په هکله معلومات لري، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیل د اوربند دویم پړاو خبرو کې له ورګډیدو او مذاکراتو پیل کیدو انکار کړی.
حماس همدارنګه په اسرائیل تور لګولی چې په فعاله توګه اوربند سبوتاژ کوي او د اوربند لومړي پړاو مودې تمدید کیدل یې چې حماس لا نه دي منلي، د اوربند دویم پړاو پر سر د خبرو مخنیوي لپاره د اسرائیل ښکاره هڅه وبلله.
فورم \ دبحث خونه