د لاس رسي وړ اتصالات

 
اسرائیل په غزې کې د موقت اوربند لپاره د متحده ایالاتو په پلان موافقه وکړه

اسرائیل په غزې کې د موقت اوربند لپاره د متحده ایالاتو په پلان موافقه وکړه


د اسرائیل حکومت ویلي چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې بندیدو په خاطر یې د متحده ایالاتو د موقتي اوربند پلان منلی چې له مخې به یې یو شمیر اسرائیلي برمته شوي کسان خوشې شي او د ځینو مړي به ورته وسپارل شي.

د موقت اوربند پلان د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، سټیف ویټکوف کړی و چې په کې غوښتل شوي و د روژې په میاشت او فصح (د یهودانو جشن) په مودې کې دې جګړه بنده وي.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر په سیمه ایز وخت یکشنبه مارچ دویمه ( کب ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د متحده ایالاتو دا پلان یې منلی په داسې حال کې چې د لومړي اوربند موده پای ته ورسیده.

د نتنیاهو دفتر ویلي چې ددې موافقې له مخې د اوربند په لومړۍ ورځ به د حماس ډله نیمایي برمته شوي – مړه یا ژوندي – خوشې کوي او پاتې برمته شوي کسان به په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د دایمي اوربند څخه وروسته خوشې شي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي چې موقتي اوربند اړین و ځکه چې په همدې مودې کې به په دایمي اوربند باندې د خبرو کولو لپاره شرایط برابر شي.

سره لدې چې د نتنیاهو دفتر ویلي که د حماس ډله موافقه وي، دوي چمتو دي چې په سمدستي توګه مذاکرات پیل کړي خو د حماس ډلې یو جګپوړي غړي پرته لدې چې ووایي آیا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي پلان مني یا ردوي، خو د اسرائیل لخوا د اوربند لومړي پړاو مودې غځول یې رد کړیدي.

د فلسطین دوه چارواکي چې د مذاکراتو په هکله معلومات لري، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیل د اوربند دویم پړاو کې خبرو کې له ورګډیدو او مذاکراتو پیل کیدو انکار کړی.

سره لدې چې اسرائیل ویلي پدې شرط د اوربند لومړي پړاو موده غځوي چې د حماس ډله هره اووني یو شمیر برمته شوي کسان – مړه یا ژوندي – خوشې کړي خو حماس دا شرط رد کړی او ټینګار کوي چې د اوربند دویم پړاو باندې عمل کولو ته چمتو دي او له اسرائیل یې هم غوښتي چې پخپلو ژمنو ودریږي.

اسرائیل داسې مهال د موقتي اوربند خبره کوي چې د حماس ډلې د شنبې په ورځ یو شمیر برمته شوي کسان په ویډیو کې وښودل چې لا هم په غزې کې ددې ډلې سره بندیان دي.

د حماس نظامي څانګې په ویډیو کې ټینګار کړی چې پاتې برمته شوي کسان به یوازې د بندیانو هغې تبادلې شرایطو له مخې خوشي کوي چې د روان میلادي کال د جنوری میاشتې په ۱۹ مې نیټې شوی و.

د اوربند دا موافقه د متحده ایالات، مصر او قطر په منځګړتوب شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG