د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي : دښمن سره تعامل تاوان نلري


د ایران روحاني مشر ایات الله علي خامنه اي د مسعود پزشکیان تر مشرۍ لاندې ملکي حکومت ته ویلي چې د "دښمن سره تعامل کې هیڅ زیان نشته" او له څرګندونو یې داسې معلومیږي چې د دې هیواد اتومي پروګرام په هکله د متحده ایالاتو سره د خبرو لار لا هم پرانیستې ده.

خامنه اي چې د هیواد په ټولو موضوعاتو کې د نهایي پریکړې واک یې په لاس کې دی، د ښاغلي پزشکیان د حکومت کابینې ته په وینا د ځواکمنو هیوادونو سره په هر ډول خبرو اترو کې سرې کرښې ټاکلي دي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې په واشنګټن اعتبار نشي کیدی.

دې ۸۵ کلن روحاني مشر ویلي، " دا پدې معنی نده چې مونږ په ځینو مواردو کې عینی دښمن سره تعامل نشو کولی".

د خامنه اي په رسمي ویب سایټ کې د هغه د څرګندونو یوه برخه خپره شوې او پرته لدې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي ویلي، "په دښمن باور مکوئ".

لا معلومه نده چې د مسعود پزشکیان به د لویدیځو هیوادونو سره په خبرو کې څومره اختیار ولري ځکه چې له یوې خوا په منځني ختیځ کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې له کبله وضعیت کړکیچن دی او بل پلو په متحده ایالاتو کې د همدې راتلونکې نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو برحال جمهور رئیس جو بایډن د واک په لومړیو شپو کې غوښتل د ایران سره په اټومې خبرو کې بیرته ورګډ شي او آن د غربي هیوادونو په منځګړتوب یې غیر مستقیمې خبرې وکړلې خو نتیجه یې ورنکړله.

بل پلو پدې انتخاباتو کې یو ځل بیا د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کاندید دی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په یو اړخیزه توګه د ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې له شوې اتومي موافقې خپل هیواد وویست او ټول اقتصادي بندیزونه یې د سره پرې ولګول.

د خامنه اي تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اې پي خبري اژانس ته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایراني مشرانو په هکله قضاوت د هغوي په خبرو نه بلکې په اعمالو یې کوي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي واشنګټن د پخوا راهیسې پدې نظر دی چې د ایران د اټومي پروګرام ستونزې حل لپاره دیپلوماسي تر ټولو غوره لار ده خو دا هم پکې ویل شوي چې په سیمې کې د ایرن لخوا کړکیچونو ډیروالي او د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره "نه همکارۍ ته یې په کتو دیپلوماسۍ ته لا نږدې نه یو".

د ایران جمهور رئیس، مسعود پزشکیان چې منځلاری دی ، په انتخاباتي مبارزو او د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې کوښښ کوي د غربي هیوادونو سره د خپل هیواد اړیکې نږدې کړي.

پزشکیان خپل مرستیال، د بهرنیو چارو یو پخوانی وزیر جواد ظریف ټاکلی چې له نړیوالو قدرتونو سره په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اتومي موافقې په خبرو کې د مهم رول لوبولو له کبله په نړیواله کچه پیژندل شوی دی.

ظریف د منځلاري ولسمشر حسن روحاني په حکومت کې د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر و. هغه همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازیتوب کړی دی.

د ایران او لویدیځ ترمنځ د ۲۰۱۵ اتومي تړون درې کاله پس، وروسته له هغه لمنځه ولاړ چې متحده ایالات له دغه تړون څخه په یواړخیز ډول ووتل. دې تړون د ظریف د شهرت له زیاتېدو سره مرسته وکړه چې د ایران او لویدیځ ترمنځ د مذاکراتو لپاره یې لار هواره کړې وه.

پزشکیان همدارنګه د بهرنیو چارو نوی وزیر، عباس عراچقي ټاکلی چې هغه هم د ۲۰۱۵ کال اټومي موافقې کې مهم نقش ادا کړی و.

ښاغلي عراقچي تیره اوونۍ ویلي و چې پر ایران د فشارونو د کمولو او بندیزونو د له منځه وړلو لپاره د دغه هېواد نوی حکومت له متحده ایالاتو سره د کړکېچ د مدیرت هڅه کوي.

په ۱۹۷۸ عیسوي کال کې د ایران د پخواني پاچا محمد رضا شاه له ګوښه کېدو وروسته چې د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمن و او د اسلامي حکومت په راتګ سره له ۱۹۸۰ عیسوي کال راهیسې د تهران او واشنګټن ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې نشته دي.

د ایران او د پنځه جمع یو ډله چې په کې امریکا، روسیه، چین، فرانسه، بریتانیا او جرمني شامل دي تر منځ له څوو کلونو پرله‌پسې مذاکراتو وروسته په ۲۰۱۵ عیسوي‌ کال کې د "برجام" په نوم د ایران د اټومي پروګرام پر سر یو توافق لاسلیک شو.

د دغه توافق په اساس لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو پر ایران یو شمیر بندیزونه لغو کړ او په بدل کې یې تهران د خپل اټومي پروګرام فعالیتونه محدود کړل.

عراقچي چې پخوا د برجام په مذاکراتو کې یو له لوړ پوړو مرکچیانو څخه وو وايي "موږ د خپلې بهرنۍ پالیسي په اساس مسولیت لرو چې د امکان تر بریده د دغې دښمنۍ لګښت راټیټ کړو او فشار یې پر ملت راکم کړو. "

هغه دغه راز پر اروپايي هېوادونو باندې انتقاد وکړ چې پر وینا یې د ایران په وړاندې "د دښمنۍ پالیسي" پرمخ وړي.

د ایران دغه لوړپوړي‌ دیپلومات اروپايي هېوادونو ته په خطاب وویل چې دغه هېوادونه به په هغه صورت کې د تهران په لومړیتوبونو کې ځای پیدا کړي چې خپلې "غلطې او د دښمنۍ ډکې پالیسیانې لیرې کړي. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG