د لاس رسي وړ اتصالات

'ایران د دوو ښځو په ګډون اوه کسان اعدام کړل'


په ایران کې اعدامونه - عکس: ارشیف
په ایران کې اعدامونه - عکس: ارشیف

د ایران حکومت د شنبې په ورځ مۍ ۱۸ د دوو ښځو په ګډون اوه کسان په دار ځړولي دي.

د فرانسې خبري‌ اژانس د شنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور ۲۹) د یوې غیر دولتي ادارې له قوله راپور ورکړی چې ایران په داسې حال کې د اعدام سزا په جدي توګه عملي کوي‌ چې په دغه هیواد کې د یهودي لږکیو یوه میرمن هم د اعدام په سزا محکومه ده.

د ایران د بشري حقونو اداره چې په ناروې کې میشته ده په یوې اعلامیې کې ویلي چې ۵۳ کلنه پروین موسوي چې د دوو ماشومانو مور وه د ایران په شمال لویدیځ کې د ارومیه په زندان کې د پنځو نورو کسانو سره چې د مخدره موادو اړوند جرمونو کې نیول شوي وو اعدام شول.

همدا شان په اعلامیې کې راغلي‌ چې ۲۷ کلنه فاطمه عبداللهی هم د ایران په ختیځ نیشاپور زندان کې د خپل میړه د قتل په جرم په دار ځړول شوې ده.

د ایران د بشري حقونو مشر محمود امیري‌ مقدم د فرانسې خبري‌ اژانس ته ویلي‌ چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې چوپتیا د منلو نه ده.

هغه زیاته کړې: ”اعدام شوي کسان په ایران کې د ټولنې له بې‌وزله او وروسته پاتې قشر سره تړاو لري او د محاکمې بهیر یې مناسب او عادلانه نه و. ”

په ناروې کې میشت د ایران د بشري‌ حقونو ادارې ویلي چې په روان کال کې یې په ایران کې د اعدام لږ تر لږه ۲۲۳ پیښې ثبت کړي چې ۵۰ یې په روانې مۍ میاشت کې تطبیق شوي‌ دي.

د دغې ادارې د معلوماتو په اساس د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمیر ۱۱۵ ته رسیږي‌ چې شپږ میرمنې په کې شاملې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG