د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور ویلسن: د ایران دیکتاتور رژیم په ایرانیانو ظلم کوي


د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکی استازی جو ویلسن
د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکی استازی جو ویلسن

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي استازي جو ویلسن د ایران اسلامي جمهوریت "دیکتاتوري" وباله چې د هغه په وینا د ایران په وګړو ظلم کوي.

ښاغلي ویلسن ایران کې په هنرمند توماج صالحي باندې د مرګ سزا په غبرګون کې د امریکا غږ فارسي څانګې سره په مرکې کې وویل، "د ایران رژیم دیکتاتوري دی چې د ایران ولس ځپي او مونږ یې هره ورځ وینو. مونږ په واقعیت کې د ایران ولس او تاریخي میراث ارزښتناک بولو".

د رپ موسیقۍ دا هنرمند، توماج صالحي چې د ایران په اسلامي جهوریت باندې انتقادي سندري وایي او له همدې کبله یې نوم ګټلی، د ۱۴۰۱ کال په مظاهرو کې ونیول شو او یوې محکمې پرې څو ورځې وړاندې د مرګ سزا وخیژوله.

په صالحي باندې د اعدام سزا راختلو وروسته په ایران کې دننه او د دې هیواد څخه د باندې د بشري حقونو ادارو او د ځینو هیوادنو مشرانو انتقادونه وکړل او د دې هنرمند د ملاتړ لپاره په پراخه توګه کمپاین پیل شو.

د استازو مجلس یو بل دیموکرات غړي، ایډم سمیت بیا په صالحي باندې د مرګ سزا په هکله په غبرګون کې امریکا غږ ته وویل، " هغه څه چې د ایران رژیم یې پخپل ولس کوي، ورانوونکي دي او له همدې کبله مو پدې تیرو څو اوونیو کې د ایران په رژیم د پام وړ بندیزونه ولګول".

د محکمې د حکم پر ضد د پراخو مظاهرو او دا چې په ټولنیزو شبکو کې د هغه په هکله خبرونه زیات شول، په زندان کې دننه په هغه لا ډیر محدودیتونه ولګیدل.

ددې معترض سندرغاړي مدافع وکیل امیر رئیسیان د اکس په شبکې کې ویلي چې د شنبه غوایي اتمه راهیسې د ښاغلي توماج صالحي سره ټیلیفوني اړیکې په ټولنیزو شبکو کې د اطلاع ورکولو له کبله بندې شویدي.

په عین حال کې په ایران کې د هرانا په نامه د خبریالانو د بشري حقونو مدافع سازمان په یو راپور کې ویلي چې د اصفهان په ښار کې د دستګرد زندان مسؤلینو په زندان کې د تګ راتګ، د نورو زندانیانو سره د خبرې کولو، کتابونو ته د لاسرسي او ورزش کولو څخه منع شویدی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG