د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي اووه تنه د 'ترهګرۍ' سره تړلو تورونو له کبله په اعدام کړل


په سعودي عربستان کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې اووه تنه پدې هیواد کې سه شنبه فبروري ۲۷ (کب اتمه) چې د "ترهګرۍ" سره په تړلو جنایاتو محکوم شوي و، اعدام شول.

د سعودي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په حوالې په یو راپور کې ویلي چې دا اووه اعدام شوي کسان د "ترهګریزو سازمانو جوړولو او مالي مرستي کولو" په تورونو محکوم شوي و.

سره لدې چې د خبري اژانس په راپور کې ندي ویل شوي چې دا کسان د کوم هیواد / هیوادونو اتباع و خو له نومونو یې داسې څرګندیده چې د سعودي عربستان اوسیدونکي به وي.

په راپور کې د کورنیو چارو وزارت لخوا ویل شوي چې دې اوو اعدام شویو کسانو "ترهګریز سازمانانونه او ادارې د وینې تویولو او د ټولنې د سولې او ثبات ګډوډولو او د سعودي ملي امنیت کمزوري کولو لپاره جوړولې او مالي مرسته یې وسره کوله".

په راپور کې دا ندي ویل شوي چې آیا پدې کسانو نور تورونه هم و او که نه. د محکمې جریان په هکله معلومات هم ندي ورکړل شوي.

سعودي عربستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډیر کسان پکې اعدامیږي.

د بښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې دې هیواد په ۲۰۲۲ کال کې دومره ډیر کسان اعدام کړی چي یوازې چین او ایران ترې وړاندې دی. سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې ۳۳ کسان اعدام کړي و چې اکثریت یې په ترهګریزو کړونو تورن و او خپل دو سرتیري یې هم د خیانت په تور اعدام کړل.

په سعودي کې تیر کال یوازې د ډسمبر په میاشت کې ۳۸ تنه اعدام شول چې داعدامو شمیر ډیروالي له کبله تر ټولو خونړي میاشت وه.

سره لدې چې د سعودي چارواکي دا اعدامونه د عامه نظم ساتلو لپاره ضروري بولي او دا ټینګار هم کوي چې د شرعیت سره سم عملي کیږي خو فعالین بیا وایي چې د مرګ سزا د دې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان هغو هڅو ته زیان رسوي چې غواړي د نړۍ د خامو تیلو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد بدل کړي او د سیاحت مرکز ترې جوړ کړي.

محمد بن سلمان غواړي تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې په سعودي عربستان کې دومره اصلاحات راولي چې دا هیواد آزاد خیاله او زغم لرونکی وبلل شي خو فعالین وایي چې اعدامونه یې د همدې هلو ځلو مخه نیسي.

په سعودي عربستان کې د اعدام په سزا د محکوم شویو کسانو څخه سر پرې کیږي. دې هیواد د روان میلادي کال په لومړنیو دوو میاشتو کې تر دې دمه ۲۹ کسان اعدام کړي او په ۲۰۲۳ کال کې یې د فرانس پریس خبري اژانس د ارقامو له مخې ۱۷۰ تنه اعدام کړي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG