د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي‌ عربستان د حکومت یو منتقد په مرګ محکوم کړ 


د سعودي‌ عربستان حکومت خپل هغه منتقد په مرګ محکوم کړی،‌ چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په سعودي کې د بشري حقونو نقض او فساد غندلي وو.

د دغه منتقد ورور او په دې قضیې خبرو سرچېنو دا پېښه تائید کړې ده.

په عربستان کې د جرایمو ځانګړې محکمې په ۲۰۰۸کال کې محمد الغامدي په مرګ محکوم کړی و. دا محکمه د ترهګرۍ سره د تړلیو قضیو لپاره جوړه شوې.

الغامدي د سعودي عربستان د رهبرۍ په ضد په توطیه کولو، د دولتي بنسټونو په کمزورې کولو او د ترهګرۍ د افکارو په حمایت کولو تورن شوی و.

د بشري حقونو فعالان وايي له دې قضیې څخه ښکاري چې په سعودي عربستان کې انلاین منتقدین څومره سخت ځپل کېږي.

د محمد الغامدي‌ ورور،‌ سعید الغامدي چې په تبعید کې ژوند کوي، وايي چې ورور یې د خپل اکس [ټویټر] په حساب کې د ځینو پوستونو او عقیقدتي بندیانو څخه د ننګې له کبله له دغه برخلیک سره مخامخ شوی دی.

په خلیج کې د بشري‌ حقونو د مرکز د معلوماتو په اساس، محمد الغامدي‌ په خپل اکس حساب کې یوازې نهه فالورز لرل.

د بشري حقونو ډلې د نظارت او اطلاعاتو د برخې مشرې لینا الهذلول وویل چې د سعودي عربستان محکمې د خپلې ځپنې اقدمات خلکو ته ښکاره کوي او په خبره یې «نړۍ څنګه ومني چې دا هېواد اصلاحات راولي، په داسې حال کې چې د یو وګړي سر یې په یو بې نومي ټویټر حساب کې چې تر ۱۰ کم فالورز لري، د یو څو ټویټونو له کبله له تنه جدا کېږي».

په سعودي‌عربستان باندې تل د اعدامونو د مجازاتو له کبله انتقاد کېږي. د فرانس پرس د راپور په اساس، سعودي عربستان تېرکال ۱۴۷ تنه او په روان کال کې ی تر دې دمه ۹۴ تنه اعدام کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG