د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي طالبانو سره د هلمند د اوبو د حقابې په سر په نویو اقداماتو موافقه شوې


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هلمند د سیند د اوبو د حقابې په مسله کې د کابل او تهران ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي دي چې موافقه شوې طالبان به نوي ګامونه پورته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) تهران کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې یو ایراني پلاوي په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو سره د حقابې په مسلې باندې موثرې خبرې کړي دي.

ناصر کنعاني ویلي: "د افغانستان د سرپرست دولت له جګ پوړو چارواکو سره ښې خبرې شوې دي. په دې اړه موافقه وشوه، چې د افغانستان لوری مثبت او نوي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې لازم فني اقدامات هم ترسره شي."

هغه وویل چې د حقابې په برخه کې همکاري به د دواړو هیوادونو ترمنځ د نورو همکاریو لپاره لاره پرانیزي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د دغه ایراني چارواکي په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

خو د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو سیمه ییزو رسنیو ته د ایران او د طالبانو د حکومت د کمیسارانو ترمنځ په نوبتي غونډو کې په دې مسله خبرې تائید کړي دي.

تیره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیرحسین امیر عبداللهیان هم د ایران له 'صدا او سیما' دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي و، چې تهران د هلمند سیند د اوبو د ویش (حقابې) پر مسلې د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دی او دا خبرې ښې روانې دي.

هغه ویلي و، چې تر اوسه د افغانستان په چارو کې د ايران له ځانګړي استازي سره د 'طالبانو د حکومت پلاوي' خبرې اترې مثبتې او د منلو وړ دي.

ښاغلي عبداللهیان په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل: "د حقابې موضوع مو په اجنډا کې ده او د ایران ولسمشر، ښاغلي کاظمي قمي د دې مسئلې د تعقيبولو په موخه ټاکلى دى ترڅو د دواړو لورو تر منځ مسئلې په ښه او غوره توګه حل او فصل شي."

تیره میاشت د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې د هلمند د حقابې حق دې ایران ته ورکړي. هغه ویلي وو: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي."

رئیسي ویلي وو چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند د اوبو وضعیت وګوري او په خبره یې که ایراني کارپوهانو تائید کړ چې هلته اوبه نشته، په دې مسئلې به بیا بحث نه کېږي.

د ایران د جمهور رئیس او ددغه هیواد د نورو لوړپوړو چارواکو د دغو څرګندونو وروسته خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له چارواکو وغوښتل، چې د هلمند سیند اوبو د حقابې مسئله دې نه سیاسي کوي.

متقي د مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) د طالبانو د یو وژل شوي مشر ملا اختر منصور د تلین په مراسمو کې وویل چې دا ډله په دغې مسئلې کې د دواړ هېوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې شوي تړون ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړه: "له ایران څخه غواړو چې د اوبو حیاتي مسئله دې نه سیاسي کوي، ښه به دا وي چې په مطبوعاتو کې د غوغا جوړولو په ځای، دا ډول مسائل دې د مخامخ خبرو او تفاهم له لارې حل کړو".

د دواړو خواو ترمنځ په دې مسله تاوتریخوالی د افغانستان او ایران ترمنځ د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې د یوې لنډې نښتې سبب هم شو، چې د سرحد دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

XS
SM
MD
LG