د لاس رسي وړ اتصالات

عبداللهیان: د هلمند سیند د اوبو ویش په اړه له طالبانو سره خبرې ښې روانې دي


 حسین امیر عبداللهیان د ایران د بهرنیو چارو وزیر
حسین امیر عبداللهیان د ایران د بهرنیو چارو وزیر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي چې هېواد یې د هلمند سیند د اوبو د ویش (حقابې) پر مسلې د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دی او دا خبرې ښې روانې دي.

نوموړي د ایران له 'صدا او سیما' دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې ایران د افغانستان وضعیت درک کوي، خو ټینګار یې کړی چې دغه هېواد به د هلمند سیند څخه ایران ته د حقابې موضوع له قانوني او سیاسي لارو تعقیب کړي.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه د افغانستان په چارو کې د ايران له ځانګړي استازي سره د 'طالبانو د حکومت پلاوي' خبرې اترې مثبتې او د منلو وړ دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل: "د حقابې موضوع مو په اجنډا کې ده او د ایران ولسمشر، ښاغلي کاظمي قمي د دې مسئلې د تعقيبولو په موخه ټاکلى دى ترڅو د دواړو لورو تر منځ مسئلې په ښه او غوره توګه حل او فصل شي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ددې خبرې پخلۍ کړی دی چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر له امیرخان متقي سره کتلي او په دې اړوند یې خبرې ورسره کړې دي.

په دې اړوند د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي: "په دې کتنه کې د هلمند له سیند څخه د ایران د حقابې د موضوع ترڅنګ، په نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې."

په دغه کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، ایراني ډپلوماټانو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې د دوه اړخیزو خبرو اترو او ښه تفاهم له لارې حل کېدای شي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې، د ایران او افغانستان ملت ګډ مشترکات او د ګاونډیتوب تاریخ تر هرې بلې موضوع چې د عبداللهیان په وینا،‌ دښمنان یې وغواړی ګټه ورڅخه پورته کړي، د اهمیت وړ دي.‌ نوموړي ټینګار وکړ چې دښمنان به ونه توانیږي چې دواړه خواوې (ایران او افغانستان) د یو بل پر ضد ودروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د نیمروز ولایت په پوله کې د ایران سرحدي ځواکونو او طالبانو نښته کړې وه. د ایران پولیسو او طالب چارواکو د سه شنبې په ورځ د می ۲۷ (غبرګولي ۶مه) وویل چې د دغې نښتې په پایله کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې په وروستیو اونیو کې د هلمند سیند د حقابې پر سر د تهران او طالب چارواکو ترمنځ ناندریو زور اخیستې دی.

که څه هم تهران له طالبانو سره ډپلوماټیکې اړیکې لري، خو د ایران اسلامي جمهوریت لا هم د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني او له طالبانو سره یې اړیکې په وروستیو اوونیو کې د هلمند د حقابې پر سر ترینګلې شوې دي.

د مې په ۱۸مه (غوايي ۲۸) د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سیستان بلوچستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې ایران ته دې د هلمند سیند څخه د اوبو حق ورکړي.

رئیسي خبریالانو ته وویل چې د طالبانو حکومت دي د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه "ډیر جدي"‌ دی.‌

نوموړي‌ وویل: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي".

د ایران ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند کې د اوبو د وضعیت "مستقیمه" لیدنه او ارزونه وکړي، او زیاته یې کړه چې "د وخت په تیریدو سره ستونزه نه حل کیږي".

د رئیسي ددې خبرو وروسته، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له چارواکو غوښتي دي چې د هلمند سیند اوبو د حقابې مسئله دې نه سیاسي کوي.

متقي چې د مې ۲۲ (غبرګولي لومړۍ) د طالبانو د یو وژل شوي مشر ملا اختر منصور د تلین په مراسمو کې خبرې کولې،‌وویل چې دا ډله په دغې مسئلې کې د دواړ هېوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې شوي تړون ته ژمنه ده.

نوموړي په کمال خان بند کې د ایراني کارپوهانو له خوا د اوبو د تفتیش یادونه ونه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې افغانان له وچکالۍ څخه کړېږي او په بندونو کې چې کومې [لږې] اوبه شته، له ایران سره د ۶۰۰ کیلو متر فاصلې له کبله هغه هېواد ته نشي رسېدای.

ایران او افغانستان په ‍۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې افغانستان باید هرکال د هلمند سیند څخه ایران ته ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ورکړي.

له هغه وخت راهېسې په دغه سیند باندې ډېر برېښنايي بندونه جوړ شوي او له کلونو راهېسې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې په اساس یې د اوبو اندازه ډېره کمه شوې ده.

په وروستیو کلنو کې ددغه سیند په اوږدو کې د بریښنا بندونه هم جوړ شوي او د بلې خوا د سویل لویدیځو او سویلي ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیرې برخې د څو کلنو د پرله پسې وچکالۍ تر اغیز لاندې دي، چې د هلمند په سیند کې یې د اوبو کچه ډیره کمه کړې ده.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم ویلي وو چې په تیرو کلونو کې ایران ته د هلمند اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې تړون څخه څه زیات بهیدلي‌ دي.

ددغو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ ملیارده مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

XS
SM
MD
LG