د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د هندوانو او عیسوي لږکیو ترمنځ د تشدد پیښې؛ حکومت ګرځبندیز لګولی


د هند په مانیپور ایالت کې د مذهبي تشدد له خونړیو پېښو وروسته ملیشو ددغه ایالت د عمومي واټونو امنیت نیولی دی.
د هند په مانیپور ایالت کې د مذهبي تشدد له خونړیو پېښو وروسته ملیشو ددغه ایالت د عمومي واټونو امنیت نیولی دی.

د هند په مانیپور ایالت کې د مذهبي تشدد له خونړیو پېښو او د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ له شخړو وروسته حکومت سه شنبې سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) په دغه ایالت کې ګرځبندیز او پر انټرنیټ محدودیت وضع کړ.

د تېر یو کال راهیسې د اکثریت هندو "میتي" په نوم ډلې او د "کوکي" په نوم مسیحي ډلې ترمنځ د تشدد پېښو دغه ایالت ناارامه کړی دی. د دواړو خواوو ترمنځ د څو میاشتو ارامۍ وروسته، تېره اونۍ په مذهبي تشدد کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.

په دغه ایالت کې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د تشدد د پېښو د کنټرول په موخه د پنځو ورځو لپاره په ټول ایالت کې انټرنیټ او موبایل خدماتو ته لاسرسی بندوي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "ځینې غیراجتماعي عناصر ښايي د کرکې خپرولو او د خلکو د احساساتو د پارولو لپاره له انټرنیټ څخه استفاده وکړي. لازمه ګڼل شوې چې موږ د عامه نظم د ساتلو په خاطر اقدام وکړو او غلط معلومات او اوازې خپرېدو ته پرې نږدو."

د حکومت د معلوماتو له مخې، په مانیپور کې تېر کال د مذهبي تشدد د پېښو د پیل کېدو سره لږ تر لږه ۶۰ زره کسان بې ځایه شوي چې په زرګونو یې لا تراوسه د ناامنیو له ویرې خپلو کورونو ته ندي ستانه شوي.

تېر کال هم په مانیپور کې د څو میاشتو لپاره انټرنیټ قطع شوی و.

د میتي قوم په سلګونو کسان د سه شنبې په ورځ لارو کوڅو ته راوتلي وو ترڅو د حکومت له لورې د لګول شوي ګرځبندیز په خلاف غږ پورته کړي. مظاهره کوونکو له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د کوکي اورپکې ډلې د وسله والو په خلاف اقدام وکړي. د کوکي ډله د ناامنیو په وروستیو پېښو کې په لاس لرلو تورنه شوې ده.

د هند په تلویزیونونو کې هندي پولیس ښودل شوي چې د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز شیندي.

په مانیپور کې مظاهرو وروسته له هغه زور واخیست چې د اورپکو له لورې د ډرون او لاسي بمونو په بریدونو کې تېره اونۍ لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.

د میتي او کوکي ډلې له یو بل سره د ځمکو د ملکیت او دولتي دندو پر سر اختلاف لري. د بشري حقونو ډلو پر ځايي مشرانو تور لګولی چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره دغو اختلافونو ته لمن وهي.

د مانیپور ایالت د هند د صدراعظم نریندرا مودي د هندو ملتپال ګوند بهارتیا جنتا لخوا اداره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG