د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې اورپکو د بې پیلوټه الوتکو خونړی برید کړی


د هند په مانیپور کې د کوکي فرقه يي ډلې وسله وال چې اکثریت یې مسیحیان دي.
د هند په مانیپور کې د کوکي فرقه يي ډلې وسله وال چې اکثریت یې مسیحیان دي.

د هند په مانیپور ایالت کې پولیسو ويلي چې اورپکو پر امنیتي ځواکونو باندې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه بمونه غورځولي، یوه ښځه وژل شوې او لږ تر لږه شپږ تنه ژوبل دي.

پولیسو د یکشبنې سپتمبر اوله (وږي ۱۱) برید په مانیپور کې، چې د هندوانو او عیسوي لږکیو ترمنځ د فرقه‌يي تاوتریخوالي سره مخامخ دی، "بې ساری" او په ناامنیو کې "د پام وړ زیاتوالی" بللی دی.

د هند په شمال ختیځ کې د میانمار پولې ته څېرمه دغه ناارامه ایالت کې د "میتي" په نوم هندوانو د ډلې او "کوکي" په نوم عیسوي لږکیو ترمنځ تاوتریخوالی د ۲۰۲۳ په مۍ کې پیل شوی او تراوسه له ۲۰۰ ډیر کسان پکې وژل شوي دي.

مخالفو فرقه يي ډلو د ایالت په مختلفو برخو کې پاټکونه جوړ کړي دي.

دواړه خواوې له یو بل سره د ځمکو د ملکیت او دولتي دندو پر سر اختلاف لري. پر ځايي مشرانو تور دی چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره دغو اختلافونو ته لمن وهي.

د مانیپور پولیسو د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "که څه هم ډرونونه په عامو جګړو کې استعمالیږي، خو پر امنیتي ځواکونو او عامو خلکو باندې د ډرونونو په وسطه د چاودېدونو موادو غورځول د تشدد په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي."

د پولیسو په بیان کې د برید پړه پر "شکمنو کوکي لږکیو" اچول شوې.

په زخمیانو کې د وژل شوې مېرمنې یوه اته کلنه لور، درې نور ملکي خلک او دوه پولیس شامل دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په برید کې "په لوړه کچه د روزل شویو مسلکي او تخنیکي کسانو" لاس لرل نه ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG