د لاس رسي وړ اتصالات

هند د ۲۰۲۴ کال د کرکټ شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله


هندي لوبغاړي د بریا وروسته
هندي لوبغاړي د بریا وروسته

هند د ۲۰۲۴ کال د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په پای لوبه کې په اوو منډو د جنوبي‌ افریقا په ماتولو سره د نړیوال جام اتلولي‌ وګټله.

دا سیالۍ د شنبې په ورځ د جون په ۲۹ (چنګاښ نهمه) د ویسټ انډیز په باربیډوس ټاپو کې ترسره شوه.

د لوبې پچه/ټاس هند وګټله او لومړۍ توپوهنه یې وکړه او د اوو لوبغاړو په زیان یې جنوبي افریقا ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

د هند له خوا ویرات کوهلي په توپوهنه کې ښه وځلید او په ۵۹ توپونو یې ۷۶ منډې جوړې کړې.

د جنوبي‌ افریقا توپوهونکو په زړه پورې توپوهنه وکړه خو هدف ته په رسیدلو کې پاتې راغی او په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوزیدلو سره یې ۱۶۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې په هند وبایلله.

د هند توپ اچوونکي‌ هاردیک پانډیا ښه توپ اچونه وکړه او د جنوبي‌ افریقا درې لوبغاړي‌ یې وسوزول.

همداشان ارشدیپ سینګ او جیسپریت بومرا هم دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG