د لاس رسي وړ اتصالات

د هند مسافر وړونکو الوتکو ته د بمي چاودنو جعلي ګواښونه شوي


له فرانکفورټ څخه ممبۍ ته د هند د ویسټارا هوايي شرکت پرواز د بمي چاودنو ترلاسه کولو وروسته په خوندي ډول خپل مقصد ته رسېدلی.
له فرانکفورټ څخه ممبۍ ته د هند د ویسټارا هوايي شرکت پرواز د بمي چاودنو ترلاسه کولو وروسته په خوندي ډول خپل مقصد ته رسېدلی.

هندي مسافر وړونکو الوتکو ته په ټولنیزو شبکو کې د بمي چاودنو د جعلي ګواښونو په لړ کې، له جرمني څخه یو پرواز په نښه شوی، خو دغه الوتکه په خوندي ډول په ممبۍ کې کښیناستلې ده.

د هند د هوايي‌ شرکتونو یو شمېر الوتکو ته په روانه اونۍ کې لسګونه د بمي چاودنو ګواښونه شوي دي. د حکومت او ملکي هوایی چلند چارواکو خبرداری ورکړی چې ددغو ګواښونو په وړاندې به "ډیر سخت اقدام" وکړي.

د هند ویسټارا هوايي شرکت پنجشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۶) وویل چې له فرانکفورت څخه ممبۍ ته تلونکې الوتکې یې په ټولنیزو رسنیو کې "امنیتي ګواښ" ترلاسه کړی، خو دغه الوتکه په خوندي توګه خپل مقصد ته رسېدلې ده.

ویسټارا په یو بیان کې وویل: "موږ د امنیتي ادارو سره په بشپړه توګه همکاري کوو ترڅو لازمي امنیتي څېړنې بشپړ کړو."

د هند د هوايي چلند وزیر رام موهن نایډو چهارشنبې وویل چې پولیسو دریو الوتکو ته "د بمي ګواښونو د خپرولو یو کوچنی مسؤل" نیولی دی.

نایډو زیاته کړه: "د ګډوډیو رامنځته کوونکي ټول مسؤلین به وپیژندل شي او په دقیقه توګه به محاکمه شي."

په اغیزمنو شویو الوتنو کې د نوي ډیلي څخه شیکاګو ته د ایر انډیا الوتکه هم شامله ده چې د سه شنبې په ورځ په کاناډا کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوه.

په همدې ورځ سینګاپور د ایر انډیا ایکسپریس د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ژغورلو لپاره جنګي الوتکې والوزولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG