د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار ته د تښتول شوې الوتکې سریال په هند کې مخالفتونه پارولي


کندهار ته تښتول شوې هندۍ الوتکه (عکس ارشیف)
کندهار ته تښتول شوې هندۍ الوتکه (عکس ارشیف)

نټفلیکس سه شنبې سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) اعلان وکړ چې د یوې تښتول شوې الوتکې په اړه په خپل هندي سریال کې به د مسئولیت ردونې په پیغام کې بدلون راولي. د هند حکومت او ددغه هېواد د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي له دې کبله په قهر شوي چې ددې الوتکې مسلمان تښتوونکي هندوان ښودل شوي دي.

د "ای سي-۸۱۴: کندهار ته تښتول شوې الوتکه" په نوم دا سریال تېره اونۍ خپور شو. دا په ۱۹۹۹ کال کې د یوې هندۍ الوتکې د تښتونې د پیښې داستان دی.

د هند د هوايي شرکت دا الوتکه د نیپال له پایتخت کټمانډو څخه د هند پایتخت نوي ډیلي ته روانه وه، چې وتښتول شوه.

د هند د اطلاعاتو او خپرونو وزارت سه شنبې ددغه سریال د جوړوونکي شرکت نټفلیکس مسئولین احضار کړل. د نټفلیکس مسئولینو وروسته اعلان وکړ چې د سریال د مسئولیت ردونې پیغام کې بدلون راولي.

د هند حکومت د نټفلیکس دغه اعلان ته سمدستي غبرګون ندی ښودلی.

د نټفلیکس د هند د څانګې مرستیالې مونیکا شیرګیل په یو بیان کې وویل: "د هغو لیدونکو په خاطر چې په ۱۹۹۹ کې د هند د هوایي شرکت د ۸۱۴ نمبر الوتنې له تښتول کیدو څخه ناخبره دي، د سریال د پیل د مسئولیت ردونې په پیغام کې د الوتکې د تښتوونکو اصلي او مستعار نومونه ور زیات کړل شوي دي."

د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د "بایکاټ نټفلیکس" هشټګ عام شوی. د هند د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپال بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) یو شمېر غړو او د ټولنیزو شبکو ګڼو کاروونکو نیوکه کړې چې په سریال کې د الوتکې تښتوونکي مثبت ښودل شوي او لیدونکو ته داسې غلطه انګېرنه ورکوي چې هغوی هندوان دي.

د بي جې پي د ټولنیزو رسنیو د څانګې مشر امیت مالویا وویل چې په دې سریال کې د الوتکې د تښتوونکو "جنایي ارادې ته مشروعیت" ورکړل شوی او خلکو ته داسې ناسم ذهنیت ورکړل شوی چې ګواکې هندوانو دا الوتکه تښتولې ده.

هند د ۱۹۹۹ کال په دسمبر کې ددغې الوتکې د تښتونې پړه پر پاکستان او پاکستاني اورپکو ډلو اچولې ده. د الوتکې د تښتونې دا مسئله وروسته له هغه حل شوه چې نوي ډیلي د مسعود اظهر په نوم د یوې پاکستانۍ اسلامپالې وسله والې ډلې مشر او دوه نور کسان له بند څخه خوشې کړل.

په دغه سریال کې نصیرالدین شاه، وجې ورما، پنکج کپور او نورو هندي فلمي ستورو رول لوبولی دی. دا سریال د "ویرې پرواز" په نوم کتاب په استناد جوړ شوی چې په ۱۹۹۹ کې د تښتول شوې هندۍ الوتکې پیلوټ دیوي شرن او ژورنالیست سرینجوی چوهدري په ګډه لیکلی دی.

دغه لړۍ، چې له پېښې نږدې ۲۵ کاله وروسته رامنځته کېږي، د نورو په منځ کې اداکار نصیرالدین شاه، وجې ورما او پنکج کپور هم په کې شامل دي او د "فلایټ ان فیئر" کتاب پر بنسټ دی، چې د الوتکې د کپتان دیوی شرن او ژورنالیست سرینجوی لخوا لیکل شوی دی. چوهدري.

په هند کې په ځانګړي ډول هندو ملتپالو له دې وړاندې هم د نټفلیکس، امازون ویډیو خدماتو او نورو خپرندویو شرکتونو لخوا په خپرو شویو ځینو فلمونو باندې په قهر شوي او ادعا یې کړې چې دا فلمونه په هند کې د اکثریت هندوانو احساساتو ته صدمه رسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG