د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه هندي فلم بحثونه پارولي


د بالېووډ فلم پیډمن جینکو ته د میاشتني عادت په اړه د معلوماتو ورکولو برسیره ټولنه پدې موضوع خبرو کولو ته تشویقوي.

د هند یو فلم چې پیډمین نومیږي د ښځو د میاشتني عادت په موضوع جوړ شوی. دغه فلم په لمړي ځل د ښځو د میاشتني عادت په اړه خلک خبرو ته هڅولې دي. دا یوه داسي موضوع ده چې د منځني اسیا او نورو سیمو خلک یې د شرم وړ موضوع گڼي او بیخي پرې په خپلو کورونو کې د خبرو نه ډډه کوي.

د فلم هدف دا دی چې خلک په دی موضوع خبرې وکړي او خپلې لوڼې د میاشتني عادت سره د تړل شوو مسلو نه خبر کړي.

مشهور هنرمند اکشی کمار پدې فلم کې مرکزي رول لوبولی
مشهور هنرمند اکشی کمار پدې فلم کې مرکزي رول لوبولی

د هند په مهاشټرا ایالت کې په ښوونځیو کې ماشومانو ته د جینکو د میاشتني عادت په اړه تعلیم ورکول شروع شویدي.

بهارتی تهایلاني چې د ملگروملتونو د ماشومانو لپاره د ادارې سره کار کوي، په ښوونځیو کې یې د جینکو د میاشتني عادت په اړه یو مضمون معرفې کړیدی. هغې امریکا غږ ته وویل چې ښځې پدې سخت ماحول کې پدی موضوع خبرې نشي کولی ځکه ویریږي.

د کلکتې اوسیدونکې شل کلنې ریحانه خاتون امریکا غږ ته وویل چې هغې د میاشتني عادت په هکله د پوهاوۍ په پروگرامونو کې برخه اخیستو ته زړه نشو کولی. "خلکو به مونږ ته ویل، تاسو د څه لپاره ورځئ، هغوي تاسو ته ناولې شیان در زده کوي." هغه وایي چې اوس دا په ښوونځېو کې د پوهاوې د خپرولو د ټیم برخه ده. ریحانه وایي چې جینکو ته ورښیي چې د دې نه ویریدلو ته ضرورت نشته.

د پېډمین فلم چې روانه میاشت سنیماگانو ته راغلی دی، تراوسه پورې په لسگونو زرو خلکو لیدلی دی. د دغې فلم د وجې د هند او د نړۍ په مختلفو ملکونو کې ورځپاڼو د ښځو د میاشتني عادت په مهال د پاک ټکر یا کوټیکس ( Sanitary pads) په استعمال مقالې خپرې کړیدي.

XS
SM
MD
LG