د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش شکیب الحسن وايي د 'امنیتي اندېښنو' له کبله هېواد ته نه ستنیږي


شکیب الحسن تېره میاشت اعلان وکړ چې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي خو وايي په زړه باندې دا یو ارمان لري چې په خپل وطن کې یوه وروستۍ لوبه وکړي.
شکیب الحسن تېره میاشت اعلان وکړ چې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي خو وايي په زړه باندې دا یو ارمان لري چې په خپل وطن کې یوه وروستۍ لوبه وکړي.

د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شکیب الحسن وايي د "امنیتي اندېښنو" له کبله بنګله دېش ته نه ستنیږي او ښايي له نړیوال کرکټ څخه له تقاعد وړاندې په خپله خاوره کې یې د وروستۍ لوبې ارمان پوره نشي.

د بنګله دېش د ورزش وزیر اصف محمود کرکټ بورډ ته لارښوونه کړې چې د عامه مخالفتونو له کبله شکیب الحسن وهڅوي چې هېواد ته ستون نشي.

شکیب الحسن د کرکټ د لوبې ترڅنګ، له واک څخه د لیرې شوې پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې د ګوند په استازیتوب د پارلمان غړی و. د اګست د میاشتې د پاڅون په نتیجه کې د حسینې حکومت ړنګ شو او نوموړې هند ته وتښتېده.

دغه ۳۷ کلن لوبغاړي تېره میاشت اعلان وکړ چې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي خو وايي په زړه باندې دا یو ارمان لري چې په خپل وطن کې یوه وروستۍ لوبه وکړي.

د جنوبي افریقا لوبډله له بنګله دېش سره د دوو ټیسټ لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي چې لومړۍ لوبه یې د اکتوبر په ۲۱مه پیل کیږي. ددغه لوبې لپاره د بنګله دېش په لوبډله کې د شکیب الحسن نوم هم شامل و او ټاکل شوې وه چې هغه د پنجشنبې په ورځ پایتخت ډهاکې ته ستون شوی وای.

پر شکیب الحسن او د شیخ حسینې په لسګونو ملاتړو باندې په بنګله دېش کې د وروستیو خونړیو مظاهرو په ترڅ کې د پولیسو د ځپونکو چاپو د ملاتړ او قتل تورونه پورې شوي دی.

په دغو ناارامیو کې د بنګله دیش د روغتیا وزارت په حواله، شاوخوا ۷۰۰ کسان ووژل شول.

د بنګله دیش یوې ځانګړې محکمې د پنجشنبې په ورځ د بشريت ضد جرمونو په تور د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې او د هغې د نږدې همکارانو په ګډون د ۴۵ کسانو د نیولو حکم وکړ.

د فرانس پرس په حواله شکیب الحسن وویل: "زه وطن ته ستنېدم خو اوس فکر نه کوم چې کولی شم. یوه امنیتي ستونزه ده. زما د خپل امنیت مسئله ده."

شکیب الحسن د روانې میاشتې په پیل کې په فیسبوک باندې په یو پوسټ کې، په بنګله دېش کې د پاڅون پر مهال د چوپې خولې پاتې کېدو له کبله بخښنه وغوښته.

خو د بنګله دیش د موقت حکومت د ورزش وزیر وویل "له احتجاجونو څخه ښکاري چې د بخښنې غوښتنه کافي نده" او "د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره" یې شکیب الحسن ته لارښوونه کړې چې هېواد ته ستون نشي.

د بنګله دېش رسنیو راپور ورکړی چې شکیب الحسن دا مهال په دوبۍ کې دی او ښايي متحده ایالاتو ته ولاړ شي.

شکیب الحسن په بنګله دېش کې د پاڅون پر مهال د کاناډا په ۲۰ اوریز داخلي ټورنمنټ کې لوبه کوله او له هغه راهیسې بنګله دېش ته ندی ستون شوی. هغه د پاکستان او هند سره په وروستیو لوبو کې د بنګله دیش په لوبډله کې شامل و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG