د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او هند تجارتي اړیکې پراخوي


هند له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۱۰ میلیارد ډالره مرسته کړې ده
هند له ۲۰۰۲ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۱۰ میلیارد ډالره مرسته کړې ده

دوه سوه افغان سوداګر، پانګه وال او د خصوصي تجارتي شرکتونو استازي دا اونۍ هند ته ځي چې له خپلو هندي سیالانو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د پانګونې او سوداګرۍ پر لاپراختیا وغږیږي.

افغان چارواکي وايي چې په همدې ترڅ کې به د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (یواس ای آې ډي) په ملاتړ په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند د محصولاتو نندارتون هم جوړ شي چې ۵۰۰ هندي او لسګونه افغان شرکتونه به پکښې خپل تولیدات نندارې ته کښیږدي.

د افغانستان د حکومت اجرائي مشر، ډاکټر عبدالله، هم د چهارشنبې په ورځ نوي ډیلي ته ځي چې پدې نندراتون کې د ګډون سربیره، د هند له صدراعظم سره خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند، مجیب الرحمن رحیمي، امریکاغږ ته وویل چې ډاکټر عبدالله به له نریندرا مودي سره په سیمه کې د امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د اعلان شوې تګلارې په هکله وغږیږي.

ولسمشر ټرمپ له نوي ډیلي غوښتي چې د افغانستان د امن او پرمختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندې کړي.

پاکستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو له ترینګلتیا سره سم، افغانستان له هند سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده او اټکل کیږي چې دا مهال هند د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک ګرځیدلی.

XS
SM
MD
LG