په هند کې د افغانستان سفارت په نووښت او وړانديزد هند لس آيالته به د افغانستان د لسو ښارونو سره د اقتصادي کلتوري او ولسي اړیکو د ودې له پاره د سیسټر سټي يا د خويندو ښارونو د تړون په اساس اړيکي پيل کړي.
په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي امريکا غږ ته وويل: په دې تړون کې به نوی ډهلی د کابل،ممبي ښار د قندهار،اجمیر شریف د هرات ،اسام د هلمند،او حیدراباد د جلال آباد او ځینې نورهندي ښارونه د افغانستان د ښارونو سره د لاسليک شويو تړونونو او مشخصو علايقو په اساس اړيکي ولري.
ښاغلي ابدالي وويل د هند او افغانستان د لسو ښارونو ترمنځ به د گډو مشخصاتو په اساس اړيکی ټينگې اوهمکاري پيل شي.
د هند لپاره افغان سفير شيدا محمد ابدالي امريکاغږ سره په همدی اړه مرکه کړې دلته يي اوريدلائ شئ: