د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نوی حکومت او آی ایم ایف د پور پر سر مهمې خبرې کوي


ټاکل شوې چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (آی ایم ایف ) استازي په همدې روانې اوونۍ کې پدې وغږیږي چې آیا پاکستان د ۱.۱ ملیارد ډالرو مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره شرایط پر ځای کړي که نه.

پاکستاني چارواکو چهارشنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) ویلی چې ښایي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په مرکز اسلام آباد کې پیل شي او وبه کتل شي چې آیا پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو له جملې څخه چې د عمران په حکومت کې پرې موافقه شوې وه، د پاتې ۱.۱ ملیارد ډالرو تر لاسه کولو لپاره یې شرطونه پوره کړي که نه.

د شهباز شریف سلاکارانو داسې څرګندونې هم کړي چې ښایي دا حکومت د پیسو نړیوال وجهي صندوق څخه د ۸ ملیارد ډالرو نور پور هم وغواړي.

پاکستان دې ۱.۱ ملیارد ډالرو ته سخته اړتیا لري، ځکه چې پدې هیواد کې اقتصادي کړکیچ داسې یوې کچې ته رسیدلی چې د ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې چې آزاد شوی، ساری یې نه لیدل کیږي.

په پاکستان کې دا ویره ده چې که دا پور ورنکړل شي، ښایي د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې به پاتې راشي او خپل بهرني پورونه به بیرته ورنکړی شي.

د دې ۱.۱ ملیارد ډالرو پور تر لاسه کولو لپاره موده په همدې روانې میاشت کې پای ته رسیږي او د پاکستان د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې پور تر لاسه کولو لپاره یې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ټول شرایط پر ځای کړیدي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په لومړي سر کې باید د مامورینو په کچه د آی ایم ایف سره موافقې ته ورسیږي او بیا به د دې نړیوالې ادارې اجرائیوي بورډ د پاتې پیسو ورکول منظور کاندي.

د پاکستان نوي ټاکل شوي د مالیې وزیر محمد اورنګزیب په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې هیواد به یې د آی ایم ایف څخه د اقتصادي مرستو تر لاسه کولو لپاره نوې غوښتنه وکړي.

د پاکستان نوی حکومت پداسې حال کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق سره د ۱.۱ ملیارد ډالرو تر لاسه کولو پر سر مهمې خبرې پيلوي چې مخکني صدراعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د آی ایم ایف څخه په یو لیک کې غوښتي و چې د اسلام آباد سره د پور او اقتصادي مرستو پر سر هر ډول خبرې د پارلماني انتخاباتو نتیجو سره وتړي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ادعا لري چې پدې انتخاباتو کې درغلي شوې خو چارواکو دا تورونه رد کړي او بې بنسټه یې بللي دي.

آی ایم ایف تر اوسه د عمران خان په لیک تبصره نده کړې او معلومه نده چې د پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې به دا موضوع راپورته شي که نه.

خو د شهباز شریف حکومت بیا د دې لیک استولو په خاطر په عمران خان نیوکه کړي او ویلي چې هغه پدې ډول کړنو سره غواړي د هیواد اقتصاد زیانمن کړي.

شهباز شریف چې د دویم ځل لپاره د پاکستان صدراعظم ټاکل شوی وایي چې د هیواد اقتصادي ستونزو حل یې تر ټولو غټ چلینج دی.

د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د آی ام ایف څخه ددې پور تر لاسه کولو لپاره پرته لدې چې د پاکستان حکومت پخپل ولس مالیه لوړه کړي، بله چاره نشته.

پاکستانی اقتصاد پوه احتشام الحق د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي د "پاکستان ولس په راتلونکې کې د سختو شپو ورځو سره مخ دی."

نوموړی پدې باور دی چې د پاکستان د حکومت د مالیو د نوي پروګرام له کبله به انفلاسیون د ۲۶ څخه ۴۰ سلنې ته پورته شي، خو تر څنګ یې دا هم وایي که حکومت ته د آی ام ایف لخوا پور ورنکړل شي او نور هم وځنډول شي، د عام ولس ژوند به لا تریخ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG