د لاس رسي وړ اتصالات

د پېسو نړیوال وجهي‌ صندوق پاکستان ته ۷۰۰ میلیون ډالر ورکوي


Pakistan IMF
Pakistan IMF

د پېسو نړیوال وجهي صندوق اجرايي بورډ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان پاکستان ته د مرستو د پروګرام د یوې برخې په توګه د ۷۰۰میلیون ډالرو سمدستې ورکول تائید کړل.

دغه صندوق له پاکستان سره د درې میلیارد ډالرو پور ورکولو تړون د لومړیو نهو میاشتو له ارزولو وروسته دا پېسې تائیدې کړې.

دا تړون د ۲۰۲۳ د جولاۍ په میاشت کې لاسلیک شوی و چې په تادیاتو او ملا ماتوونکو بهرنيو پورونو په ورکولو کې له پاکستان سره مرسته وشي.

نړیوال وجهي صندوق په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغو ۷۰۰ میلیون ډالرو په ورکولو سره، د قرارداد له مخې پاکستان ته د ورکړل شویو پېسو اندازه ۱.۹ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د پېسو نړیوال صندوق تېرکال د جولاۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د دریو میلیارد ډالرو پور ورکول تائید کړي دي.

د پېسو نړیوال وجهي صندوق مرستیالې انتوانت سایه وویل چې د دغه پروګرام پرمختګ په پاکستان کې "له سختو اقتصادي ټکانونو وروسته د اقتصادي ثبات د مهم پرمختګ ملا تړلې" ده. هغې وویل چې "د فعالیتونو د زیاتېدو او بهرنیو فشارونو د اسانه کېدو نښې" لیدل کېږي او زیاته یې کړه چې "د اوسني وضعیت د تداوم او اقتصادي ثبات د تثبیت لپاره قوي مالکیت ضروري" دی.

نړیوال وجهي صندوق وایي له کومې ورځې چې دا پروګرام پیل شوی، په پاکستان کې لوی اقتصادي وضعیت «په عمومي ډول ښه» شوی او سږکال د دوه فیصده اقتصادي ودې وړاندوینه شوې ده.

دا صندوق وايي چې د بهرنیو زیرمو په زیاتوالي او د اسعارو په ثابتې اندازې سره په پاکستان کې مالي وضعیت ښه شوی دی. د نړیوال وجهي صندوق له لوري د پرمختګ د خبر ورکولو سره سره، د پاکستان د احصایې اداره وايي چې په دغه هېواد کې لا هم د لګښت کوونکو انفلاسیون هماغسې لوړ دی او د ډسمبر په میاشت کې ۲۹.۷ سلنه ته پورته شوی و.

خو د پېسو نړیوال وجهي صندوق وايي چې که «تګلارې سمې پلې» شي، د روان کال په نیمایي کې دا انفلاسیون خپلې کلنۍ اندازې ۱۸.۵ سلنه ته ښکته کېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG